امریکا په افغانستان کې د لویې اډې د جوړولو پلان لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۵ فرید افغان)
رسنیو ویلي چې امریکا د پوځي او ساختماني وسايطو بار بیړۍ د کراچۍ بندر ته لیږدولې دي.
د دې لویو وسایطو د لیږدولو څخه څرګندیږي چې دا هیواد ښایي هوډ ولري چې په افغانستان کې لویه نظامي اډه جوړه کړي.
پاکستاني رسنیو د خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې، هره ورځ د امریکا د ساختماني توکو لویې بېړۍ د کراچۍ بندر ته ځي او بیا هلته تخلیه کېږي.
د ډان ورځپاڼې د خبر تر مخه، په وروستۍ بیړۍ کې د بریښنا د تولید وسایل او د فولادو لویې قطعې رسیدلې دي.
رسنۍ وایي دې اډې ته د رغنیزو چارو لوی ماشینونه ۲۰۸ پوځي موټرې او ګڼ شمیر نور وسایط لیږدول شوي دي .
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو تر مخه ښايي امریکا له دغو توکو په استفادې وغواړي چې په افغانستان کې ستره نظامي اډه جوړه کړي .
د یادونې وړ ده چې امریکا د ګډحکومت سره د شوي امنیتي تړون ترمخه په څو ولایاتو کې ۹ لویې نظامي اډې لري چې په ټولو کې یې اوسمهال زرګونه امریکایي ځواکونه میشت دي.
باید وویل شي چې په تیر کې امریکایي چارواکو ویلي و چې په افغانستان کې د اوږدمهالي نظامي حضور تابیا لري .
د شنونکو په اند امریکا غواړي تر څو له یوې خوا د سیمې د هیوادونو له رقابتونو څخه له نږدې څارنه ولري او له بل لوري د افغانستان د بډایه زیرمو له درکه خپل مخ پرځوړ اقتصادي کسر پوره کړي.



