د خليفه واثق بالله ذهانت

ژباړه : رحمت الله نړیوال

د عباسي خلیفه واثق بالله په دربار کې یو کس ولاړ شو او وې ویل:
امیرالمومنینه!
صله رحمي کوه،له خپلو سره ښه کوه،د خپلې کورنۍ له هر وګړي سره ښه سلوک کوه،د هغه مرسته کوه.
واثق بالله ورته کړه:
ته څوک یې؟ زه دي نه پېژنم او نه مې کله لیدلی یې.
هغه وویل:
زه ستا د نیکه آدم علیه السلام زوی یم.
واثق بالله خپل غلام را وغوښت او حکم یې ورته وکړ، چې یو درهم ورکړه.
هغه کس وویل:
اميرالمومنينه!
دا څه په وکړم؟
واثق بالله:
ګوره! ما درته یو درهم هدیه کړی،که چیري زه له بیت المال څخه د خپل نیکه پر اولاد لګښت وکړم،بیا به ستا په برخه د غنم یوه دانه هم پاته نه شي.
هغه کس وویل:
اميرالمومنين!
الله دي خیر درکړي،تاسو څومره ځیرک و ذهین یاست.
واثق بالله ورته د هدیه د ورکړې حکم وکړ،او نوموړی کس په دوعا له هغه ځایه رخصت شو.
د شیخ الاسلام مفتي تقي عثماني مدظلهم له واله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button