د امریکا له خوا بیت المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه منل او په اړه یې غبرګونونه

راپورتاژ؛ فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۶)

څو ګړۍ وړاندې امریکایي ولسمشر اعلان وکړ چې امریکا په رسمي توګه غواړي د بیت المقدس خاوره د یهودي حکومت د پلازمینې په توګه ومني، او زیاته یې کړه چې امریکا به په لنډ وخت کې قدس شریف ته خپل سفارت ولیږدوي.

تر دې مخکې امریکایي ولسمشر د سعودي له باچا سلمان، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اسرایلو د صدراعظم بنیامین نتنیابو او د فلسطیني ادارې له واکمن محمود عباس سره په جلا جلا توګه خبرې کړې وې.
ټرمپ وویل چې، د امریکا ټولو ولسمشرانو دا تکل درلوده چې داچاره ترسره کړي خو په وینا یې چې نوموړي په دې کار کې له زړورتیا کار واخیست .
ټرمپ اسرایل آزاد اوخپلواک هیواد وباله او زیاته یې کړه چې د پلازمینې نقلول د یهودي رژیم مسلم حق دی.
د ټرمپ تر اعلان وروسته فلسطیني حماس ډلې خبرداری ورکړی چې بیت المقدس د اسرایلي سفارت په توګه اعلانول به پر امریکا او اسرائیلو د جهنم دروازې راخلاصې کړي.
حماس د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې د امریکایي نیواکګرو پر ضد یو موټي شي.
بلخوا اسرائیلي صدر اعظم نتنیاهو د ټرمپ د پریکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ‹‹اسرایل به هیڅکله د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه هېره نه کړي ››
که څه هم تیره ورځ د سعودي باچا سلمان ویلي و چې د امریکا دا اقدام به د نړۍ د مسلمانانو سخت غبرګونونه راوپاروي خو د اسرایلو ۱۰ نمبر تلویزوني چینل ویلي چې دا پریکړه امریکا او اسرایلو د مصر او د سعودي سره په تفاهم کې ترسره کړې ده.

تر دې اعلان وروسته د نړۍ بیلابیلو لوریو د امریکایي واکمن دا پریکړه وغندله او داګام یې یو تیري بللی دی

ملګرو ملتونو په دې تړاو اندیښنه ښوودلې او اروپایي اتحادیې ویلي چې دا ډول پریکړه به سخت عواقب په مخکې ولري.
د امریکایي ولسمشر له اعلان سره همهاله په فلسطین کې قهرجن لاریونیان لارو کوڅو ته راوتلي او د امریکا او اسرائیلو پر ضد شعارونه ورکوي.
فرانسې د امریکا دا پریکړه غندلې او له خلکو یې غوښتي چې له حوصلې کار واخلي، بریتانیا هم ویلي چې دوی به د ټرمپ په تګلوري لاړ نه شي، همداراز جرمني هم توند غبرګون ښوودلی دی.
بل پلو د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي چې د امریکا دا کړنه غیر قانوني بولي او زیاتوي چې د امریکا داپریکړه حقیقت نه شي بدلولی.
فلسطیني ولسمشر تور لګولی چې امریکا دټولو نړیوالو نورمونو په خلاف پریکړه کړې او دوی ته دمنلو نه ده.
تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر ویلي و، چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه منل ورته “سره کرښه ده”

پر همدې مهال ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان له ژمنې سره سم د اسلامي کانفرانس دغړيو هیوادونو ولسمشران استانبول ته وربللي تر څو بیت المقدس د یهودیانو د پازمینې په توګه د منلو پر ضد غونډه وکړي او ټول اسلامي هیوادونه یې پر ضد متحد کړي.
روسیې او چین اندیښنه ښوودلې چې د امریکا دا اقدام به په سیمه کې ترینګلتیا نوره هم زیاته کړي.
ایران ویلي دا پریکړه د مسلمانانو پر وړاندې یوه دسیسه ده او دوی یې په سختو ټکو غندي.
آخوا په ترکیه او غزه کې لاهم لاریونونه روان دي.
بریتانیا هم په دې تړاو یوه غونډه وربللې

د یادونې وړ ده چې اسرایلو ختیځ بیت المقدس، په ۱۹۶۷ کال کې د خپلې خاورې برخه وبلله خو په نړیواله توګه په رسمیت نه پیژندل شوې.
د یادونې وړ ده چې په منځني ختیځ کې د امریکا ټولو سفارتونو ته سمندري قواوې رسیدلې ترڅو پر دې پریکړه تر اعلان وروسته د سفارتونو پر ضد د رامنځته کیدونکو تحولاتو مخنیوی وکړای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button