د مسلمانانو لومړۍ قبله او د ټرمپ وینې بهوونکي منګولې

ډاکټر آصف

څه کم یوه پیړۍ وشوه چې د اسلامي نړۍ یوه مهمه سیمه فلسطین د یهودو او فلسطینانو د کشمکش په حالت کې قرار لري، خو ورځ تر بلې د مسلمانانو دغه سپیڅلې سیمه د فلسطینیانو له لاسونو په وتو او د یهودو په منګولو کې د لویدو خواته ورو ورو د خوځښت په حال کې ده په دې سیمه کې د بیت المقدس په سپیڅلي ښار کې د مسلمانانو لومړۍ قبله مسجد اقصی هم پروت دی چې په اړه یې الله تعالې په قرآن کریم کې فرمایلي دي:(سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ)

د یهودو سره د پردې تر شاه د نړۍ ټول اسلام دښمنه هیوادونه عیسویان یا نصارا چې په سر کې یې امریکا قرار لري هر راز مرستې کوي.

خو برعکس له فلسطینیانو سره هیڅ یو اسلامي هیواد هم لکه څنګه چې مناسب ده هیڅ راز مرسته نه کوي، او د فلسطین، بیت المقدس او اقصی مسجد قضیه یواځې د فلسطینانو قضیه بولي، حال دا چې د ټولې اسلامي نړۍ او ګرد اسلامي امت حاده قضیه ده.

په امریکا کې د ټرمپ له حاکمیت سره دې قضیې نور هم زور اخیستی، ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې خلکو ته اعلانونه کول چې که زه مو په ټاکنو کې بریالی کړم نو د امریکا سفارت به له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولیږدوم، او اعلان به وکړم چې له نن نه بیت المقدس د یهودو پلازمینه ده.

نن چهارشنبه همغه شیبه راورسیده، نن ټرمپ په ټول وقاحت سره بیت المقدس ته سفر وکړ، د یهودو وړه توره خولۍ سره په سر کیښوده او مسجد اقصی ته د یهودو په ستر استقبال کې داخل شو، او هلته یې خپل له انحرافه ډک عبادت هم وکړ، ټرمپ په دې کړنې سره د ټولې اسلامي نړۍ مسلمانانو ته پیغام ورکړ چې دی او نصارا د مسلمانانو ازلي او نه پخلا کیدونکی دښمن دی.

همدا راز یې د نړۍ ټولو نصاراو ته هم وښوده چې باید د اسلامی او مسلمانانو پر ضد ودریږي او د مسلمانانو د ځپلو په موخه د یهودو کلک ملاتړ وکړي.

خو په ډیر تأسف سره چې د ټرمپ د دې عنادی حرکت په مقابل کې هیڅ ډول د پام وړ حرکت ونه لیدل شو، یو څو ګوتو په شمیر عربي هیوادونو په ځانګړي توګه ترکیې د ټرمپ دغه له عقدې ډک عمل پر غندلو اکتفا وکړه.

بیت القدس او مسجد اقصی هغه سپیڅلې سیمه ده چې رسول الله ص هم د معراج پر شپه د الله تعالی لخوا له مکې معظمې څخه دغه پاک ځای ته وغوښتل شو او له همدې اقصی مسجد څخه الله تعالی تر عرشه پورته کړ.

که د اسلامي نړۍ ملیاردونو ته مسلمانانو ته نظر واچوو نو ځوانان یې د کرکتونو په تماشو د نشې په حال کې خپل قیمتي وخت ضایع کوي، سیاستمداران مو په خپلمنځي لانجو او شخړو کې بوخت دي، او اسلامي هیوادونه یو له بل سره لاس او ګریوان دي، دیني علما مو پر جزيی اختلافي مسایلو سره یو له بله مرور دی، تبلیغیان مو یواځې مسلمانانو ته د اسلام پر بلنې بوخت دي، سرمایه داران مو په خپلو نشو او تماشو ککړ دي او که څوک د فلسطین او بیت المقدس او اقصی مسجد د ژغورنې او خلاصون او یا د نورو کفارو لاس د مسلمانانو له ګریوان نه د خلاصون په موخه وسلې ته لاس کوي نو هغوی ته د سعودي عربستان ستر مفتي او یو شمیر نور مسلمانان ترهګر خطاب کوي.

دوهم د تأسف ځای دادی چې ټرمپ د خپل منحرف کړی دین لپاره شپه او ورځ پر خپلو شومو پلانونو بوخت دی، خو زمونږ سیاستمداران چې یو سوچه او رښتینې دین څښتنان دي یواځې د ډالرو په غلا او فساد کې د حرامو لوټونو په جمع کولو بوخت دي نه د اسلام په قصه کې دي نه د مسلمانانو برسیره لا دا چې کیدای شي بیت المقدس او اقصی مسجد به یا پیژني او یا نه، او که ویی پیژني هم وایی چې مونږ ته د خپل هیواد ارزښت اړین دي او د فلسطین قضیه یا یواځې د فلسطینیانو مسئله ده او یا د عربانو او عربي  نړۍ.

شنونکي وړاندوینه کوي که فرضا ټرمپ خپل دغه کرغیړن پلان تطبیق کړ نو په سیمه کې به د وینو ویالي یو ځل بیا په بهیدو شي ځکه چې د ټرمپ ویني بهوونکي منګولي د مسجد اقصی پر لور وغزیدې او پر  نسبي مړ شوی او ګل شوي اور یې یو ځل بیا تیل وپاشل او لمن وهل یې ورته پیل کړ، شنونکی دا هم وایی چې کیدای شي د ټرمپ په دې اعلان سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان مجبورا پر نصاراو بریدونه وکړي، چې له امله به یې ټوله نړۍ د نا ارامۍ ګودر ته ټیل وهي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button