طالبانو دامریکا لخوا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه منل غندلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۶ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې امریکایي ولسمشر ټرمپ بیت المقدس ته د خپل سفارت د لیږد اعلان وکړاو هغه یې د اسرایلو د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه ومنله، په نړیواله سطحه غبرګونونه راوپارول.
ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادې، عرب لیک او ګڼو هیوادونو دا پریکړه وغندله او امریکا یې په سیمه کې تاوتریخوالي ته په لمن وهلو تورنه کړه.
افغان طالبانو هم د امریکایي ولسمشر دا پریکړه غندلې او امریکا یي په ټولو هغو ناخوالو کې مخامخ دخیله بللې چې له لسیزو راهیسې مسلمانان ځوروي.
طالبانو له اسلامي هیوادونو غوښتي ترڅو د فلسطین د مظلوم ولس د مشروع مبارزي ملا تړ وکړي
‹‹اسلامي امارت په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانو ملتونو غږ کوي چې له بیت المقدس څخه خپل حمایت اعلان کړي››
طالبانو د امریکایي ولسمشر دا اقدام د ټولو مسلمانانو پر ضد له تعصبه ډک او له عقل نه لیري ګام بللی او د نړۍ مسلمانان یې خپل منځي اتحاد ته رابللي دي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال په غزه، ترکیه او لبنان کې د امریکایي ولسمشر د دې پریکړې پرضد ګڼ لاریونونه روان دي او اټکل کیږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا میشت سفارتونه هم د قهرجنو لاریونوالو تر بریدونو لاندې راشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button