امنیت شوراته تر شکایت وروسته په ټوله نړۍ کې د امریکا پر ضد لاریونونه روان دي

فلسطین په رسمي توګه له امریکا او اسرایلو څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړ .
فلسطین ویلي چې امریکا په خپلسرې توګه د ټولو نړیوالو نورمونو په خلاف د بیت المقدس خاوره چې د فلسطین ملکیت دی اشغال کړې.
په غوښتنلیک کې ویل شوي چې د امنیت شورا باید ژر تر ژره د امریکا او اسرایلو د دې اقدام مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ امریکا وویل چې د سیمې د وضعیت د معلومولو په خاطر تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې قدس ته خپل سفارت نه لیږدوي.
په همدې حال کې د اسرایلو او امریکا پر ضد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاریونونه روان دي.
په لبنان، غزه او د منځني ختیځ په یو شمیر هیوادونو کې زرګونه تنه لارو کوڅو ته راوتلي او د امریکا او یهودي رژیم پرضد شعارونه ورکوي.
د ایران سپاه پاسداران هم اعلان کړی چې د جمعې تر لمانځه وروسته به په سراسر هیواد کې د امریکا پرضد لاریونونه ترسره کړي.
ترکیه کې هم لاریونونه روان دي او د افغانستان په پلازمینه کابل ښار کې هم نن د امریکا د پریکړې د غندلو په اړوند یو لوی لاریون راغوښتل شوی دی



