اسرایلي الوتکو پر غزه باندې درنه بمباري کړې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۷ فرید افغان)
د امریکا له خوا بیت المقدس د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه منل او هلته د خپل سفارت د نقل تر اعلان وروسته د اسرایلو او فلسطیني ولس ترمنځ بیا مرګونې شخړې پیل شوې دي.
تیره ورځ د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیة اعلان کړی و، چې نور په سولییزو خبرو نه غولیږي او ټول فلسطیني ولس به د اسرائیلي نیواکګرو پرضد پاڅون کوي.
د اناضول خبري اژانس د خبر تر مخه، اسرائیلي جیټ الوتکو په غزه کې دوه سیمې بمبار کړې دي چې تر اوسه یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته .
اسرایلي پوځ ویلي بمبارۍ یې د هغو ۲ راکیټي بریدونو په بدل کې کړې چې د فلسطین له خاورې توغول شوي دي، اسرایل وایي توغول شوي راکټ یې خاورې ته نه دي رسیدلي خو داچې فلسطیني مسلمانانو څنګه د دوی په خاوره برید وکړ، دوی هم سخت ځواب ورکولو ته ملا وتړله.
ځینې سرچینې وایي چې څلور راکټونه د اسرایلو په لور توغول شوي چې ۲ یې د فلسطین په خاوره کې او دوه نور هم د اسرایلو په جنوب کې په یوه صحرا کې لګیدلي دي.
اسرایل داسې مهال فلسطین د راکټونو په توغولو تورنوي چې تر اوسه هیڅ فلسطیني وسلوالې ډلې د دې راکټونو د توغولو مسؤلیت نه دی منلی.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د حماس ډلې مشر ګواښ وکړ چې نور د سولې خبرې د همیشه لپاره ختمې شوې او اوس به دریم وسلوال پاڅون په ترڅ کې د امریکا او اسرایلو څخه د قدس د آزادولو په خاطر وسلوال پاڅون کوي


