د ټرمپ له اعلان وروسته، افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی

وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژانده، په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی.

ملیټېري ټایمز ویبپاڼې ته یوه امریکايي چارواکي ويلي چې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یوې برخې ته د تیارسئ امر شوی دی  تر څو د اړتیا په وخت کې هر ځای ته د تلو لپاره تیار وي.

د ټرمپ پروني اعلان په ټوله نړۍ کې توند غبرګونونه راپارولي او د تاوتریخوالي د پېښېدو وېره هم زیاته شوې ده. امریکا په بېلابېلو ځایونو کې خپلو سفارتونو او ځواکونو ته د  تیارسئ امر هم کړی دی.

ملیټېري ټایمز د امریکايي نظامي چارواکي له خولې لیکلي چې د تیارسئ امر په سیمه کې، د ټرمپ د وروستي اعلان په غبرګون کې د ګواښونو د زیاتېدو له امله شوی دی.

بل خوا، د پنټاګون یوه ویاند یادې ویبپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د تیارسئ امر کومه نوې او نااشنا خبره نه ده ځکه دا ځواکونه هر وخت په سیمه کې د ګواښونو په وړاندې عکس العمل ښکاره کولو ته تیار وي.

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه باید د نورو ګواښونوتر څنګ د سترو او ګڼو لاریونونو ته د ځواب ورکولو لپاره هم تیار واوسي.

د ملټري ټایمز وايي، پخپله د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) تر دې دمه په مستقیم ډول د تیارسئ امر نه دی کړی. خو، د CENTCOM چارواکي به په ښکاره په دې اړه څه ونه وايي.

د CENTCOM پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، ”د امریکا مرکزي قومندانۍ کوم ځانګړی امر او لارښوونې نه دې کړې. زموږ پالیسي دا ده چې د ځواکونو د امنیتي اقداماتو په اړه له چا سره بحث ونکړو.“

ملېټري ټایمز وايي چې په افغانستان کې یې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت له چارواکو سره هم په دې اړه د خبرو کولو هڅه کړې ده خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

همداراز، د امریکا د ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، له پروني اعلان وروسته، امینتي کمپنیو او غربي حکومتونو په افغانستان کې خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې چې له عامو ځایونو لیرې واوسي او چوپ پاتې شي. ګڼو غربي دولتونو له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونکړي، ځکه د تښتونې، تروریزم، پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، سیاستوالو، او نورو دولتي کارکوونکو د بریدونو ګواښ ډېر شوی دی.

په عربي او ګڼو اسلامي هېوادونو کې د امریکايي ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، د پرېکړې او د اسرائیلو پر ضد پراخ لاريونونه روان دي. په اسلامي هېوادونو کې مسلمانانو نن جمعه د جمعې له لمانځه وروسته د پراخو لاریونونو کولو ته چمتووالی نیولی دی.

په افغانستان کې هم د جمعې له لمانځه ورسته د لاریونونو د پیلولو غوښتنه شوې ده.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button