ایرانی مشر: سعودي او امارات دې خپله مسلماني ثابته کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۷ فرید افغان)

د ایران د تمویل د شورا منشي او د ایرانیانو شیعه مذهبي مشر حسن رضایي نن د غزې اړوند یوې رابلل شوې غونډې ته ویلي چې که سعودي او عربي اماراتو د امریکا له دوستۍ لاس وانه خیستل نو کومې بلا چې د ایران باچا او صدام حسین وخوړل سعودي به هم له منځه یوسي.
نوموړي وویل دا یو سیستماتیک کار و چې د پلان له مخې تر سره شو او که وضعیت داسې روان و، نو د سعودي برخلیک به هم د فلسطیني وګړو په څیر وي.
نوموړي زیاته کړه، سعودي او امارات که په ریښتونې توګه مسلمان دولتونه وي له خپلې غیږې دې امریکایي اشغالګر وشړي او له هغوی سره ټول شوي تړونونه دې لغوه کړي

نوموړي اوسني عرب هیوادونه د یهودیانو نوکران بللي او په وینا یې چې د مسلمانانو په منځ کې هیڅ اهمیت نه لري
رضایي د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې اتفاق او همغږي رامنځته او په متحده توګه د امریکا او اسرایلو پر وړاندې وسلوالې مبارزې ته راودانګي.
په ایران کې نن زرګونه لاریونوالو د امریکا او اسرایلو پرضد سخت لاریونونه وکړل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button