اسرایل په بیت المقدس کې ۱۴ زره د اوسیدنې کورونه جوړوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۷ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې امریکا بیت المقدس په رسمي توګه د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه ومانه، دې هیواد اعلان کړی چې د قدس په لویدیځه کې به د یهودیانو لپاره زرګونه د اوسیدلو کورنه جوړ کړي.
د اسرایلو د کور جوړونې وزیر ‹‹یوآو ګالانت›› ویلي،۵ زره کورونه به د ‹‹عطارد››۲ زره به ختیځ لوري ته د «بسغات زئیف» ښارګوټي کې او نور به په لویدیځو یهودي میشت ځایونو کې جوړوي.
اسرایل په لویدیځه تراډه کې سلګونه شهرکونه لري چې شاوخوا نیم میلیون یهودیان پکې میشت دي او اسرایل پلان لري دا شمیر تر یو میلون پورې ورسوي .
اسرایلو په ۱۹۶۷ کال کې بیت المقدس اشغال کړ او هغه یې د خپلې پلازمینې په توګه اعلان کړ خو د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت ونه پیژانده، تر دې چې تیره ورځ د لومړي ځل لپاره امریکا د یهودیانو دا آرمان پوره کړ او د قدس ښار یې په رسمي توګه د یهودي رژيم د پلازمینې په توګه ومنله
د یادونې وړ ده چې فلسطینیان د قدس ښار خپله پلازمینه بولي.


