دنړۍ پای (۶۴مه برخه ) – له دجال سره د جنګ کولو لپاره دې اهل ايمان تياری وکړي –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
له دجال سره د جنګ کولو لپاره دې اهل ايمان تياری وکړي
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
فبينما هم تعدون للقتال يسوون الصفوف، اذا اقيمت الصلاة فينزل عيسی ابن مريم
ژباړه :
کله چې مسلمان د جنګ لپاره تياری کوي او صفونه برابر کړي او لمونځ ودوري نو په دې وخت کې به عيسی ابن مريم علیه السلام را نازل شي.
حضرت خذيفه بن اسيد رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د خروج دجال په باره کې او د امام مهدي له خپلو ملګرو سره د دجال په خلاف د جهاد لپاره د تياري کولو په سلسله کې فرمايلي:
دجال به د مدينې لوري ته راشي او د هغې په بيروني برخه به قبضه وکړي او د مدينې خلک به د باندې له وتو څخه منع کوي، بيا به هغه په بيت المقدس کې د جبل ايلياء لوري ته راشي او هلته به د مسلمانانو يوه ډله محاصره کړي، مسلمانان به له سختو مشکلاتو سره مخ کړي، بيا به د مسلمانانو امراء ووايي: تاسو د کومې خبرې انتظار کوی؟ پورته شئ له دغه شيطان سره جنګ وکړی او د خپل رب لوري ته ورشی، يا فاتحين شی، هغوی به له دجال سره د جنګ کولو په باره کې مشوره کوي، کله چې صبا شي نو عيسی ابن مريم علیه السلام به هم تشريف راوړی وي ([1]).
له دجال سره د مخاخ کيدلو په صورت کې مسلمان ته څه کول پکار دي
حضرت ابو امامه باهلي رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
د هغه د سترګو په مينځ کې به (ک) (ف) (ر) ليکل شوي وي، هر مؤمن به هغه به په آساني سره لوستلای شي، په تاسو کې که يو څوک هغه پيدا کړي نو هغه ته پکار دي چې د هغه مخته ور وتوکی او د سورت کهف اولني لس آياتونه تلاوت کړی، هغه به په يوه مؤمن انسان باندې تسلط پيدا کړي کوم به چې هغه قتل کړي او بيا به يې را ژوندی کړي ([2]).
حضرت ابو قلابه رضی الله عنه يو صحابي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
له دنيا څخه د ستاسو له تلو وروسته به يو ګمراه کوونکی دجال ظاهر شي، د هغه د سر ويښتان به ډير ګڼ او تاو شوي وي، هغه به وايي: زه دستاسو رب يم، څوک چې دا واوري او ووايي: زمونږ رب الله دی، مونږ په هغه باندې يقين کړی، د هغه لوري ته مونږ رجوع کړی او له تا څخه د بچ کيدا لپاره مونږ په الله تعالی سره پناه غواړو، نو په داسې خلکو به دجال هيڅ غلبه تر لاسه نکړي ([3]).
په شام کې د دجال وژل
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
ياتی المسيح من قبل المشرق، همته المدينة، حتی ينزل دبر احد، ثم تصرف الملائکة وجهه قبل الشام، وهنالک يهلک ([4]).
ژباړه : دجال به د مشرق له لوري راشي، د هغه اراده به مدينې ته داخليدل وي مګر د جبل احد شا ته به پړاو واچوي، بيا به فرښتې د هغه مخ د شام لوري ته کړي، هلته به دی هلاک کړل شي.
د دجال مرګ به د حضرت عيسی ابن مريم علیه السلام د لاسه وي
حضرت مجمع بن جاريه رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يقتل ابن مريم الدجال بباب لد ([5]).
ژباړه : عيسی ابن مريم علیه السلام به دجال په (باب لد) کې قتل کړي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
مسلمانان به د جنګ لپاره تياری کوي، کله چې صفونه برابر کړي نو د لمانځه وخت به وي چې عيسی ابن مريم علیه السلام به نزول وکړي، په يوه بل روايت کې دي:
حضرت عيسی ابن مريم علیه السلام به په مشرقي دمشق کې له يوه سپين مينار سره نږدې په دوه رنګه لرونکې جامه کې ملبوس، د دوو فرښتو په وزرو باندې له خپلې اسلحې سره نزول وکړي، کله چې هغه سر ښکته کړي نو له هغه څخه به د اوبو څاڅکي توی شي او کله چې سر مبارک پورته کړي نو له هغه څخه به د اوبو پړک وهونکې قطرې د دانو په څير باران وشي، په کوم کافر چې د حضرت عيسی علیه السلام د اسويلي خوشبو ولګيږي نو په دې وخت کې به هغه مړ کيږي، د هغه د اسويلي خوشبو به د هغه د سترګو تر ديده پورې رسيږي، مطلب دا چې د حضرت عيسی علیه السلام د سترګو تر ديده چې کوم کافر وي هغه به ژوندی نه پاتې کيږي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا خبر هم ورکړی چې د نزول عيسی علیه السلام په وخت کې به مسلمانان د لمانځه لپاره تياری کوي، د هغوی مقتدا او امام به مهدي وي، امام مهدي به د امامت لپاره په مصلی باندې ولاړ وي چې عيسی به نزول وکړي، امام مهدي به فوراً له مصلی را وروسته شي (حضرت عيسی علیه السلام له امام مهدي څخه غوره دی) له همدې امله به امام مهدي غواړي چې بهترين شخصيت د لمانځه امامت وکړي، ليکن حضرت عيسی علیه السلام به خپل لاس د امام مهدي په دواړ اوګو کيږدي او ورته وبه وايي: ته مخته شه او امامت وکړه، دا اقامت دستا لپاره ويل شوی دی، دا د دغه امت لپاره د الله تعالی له لوري يو خاص اعزاز دی چې حضرت عيسی علیه السلام يو جليل القدر پيغمبر د دغه امت د يوه فرد په امامت کې لمونځ وکړي، امام مهدي به لمونځ ورکړي او چې کله له لمانځه فارغ شي نو عيسی علیه السلام به ووايي: دروازه خلاصه کړی، کله چې دروازه خلاصه کړل شي نو د هغې شا ته به دجال له خپلو اويا زرو يهوديانو سره موجود وي، له هر يوه سره به منقش توره او په سرونو به يې تاج وي.
دجال چې کله حضرت عيسی علیه السلام ته وګوري هغه به فوراً د تيښتي لپاره ودريږي، حضرت عيسی علیه السلام به هغه له (باب لد) (دا په فلسطين کې يو مشهور ځای دی چيرته چې نن صبا يهودو فوځي اډه جوړه کړې) سره نږدې ونيسي، حضرت عيسی علیه السلام به هغه نيولی وي او په نيزې سره به يې قتل کړي، حضرت عيسی علیه السلام به خلکو ته د دجال په وينو سره نيزه ور ښکاره کړي:
بيا به الله تعالی يهودو ته شکست ورکړي او ذلت به يې يو په څلور شي، الله تعالی به په خپل مخلوق کې هر هغه شي ته د خبرو کولو قوت ورکړي د کوم شا ته چې يهودي پټ وي پرته له غرقد څخه، ځکه چې د غرقد ونه د يهودو ملګرې ده ([6]).
حضرت مجمع بن جاريه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
دجال به د مدينې لوري ته راشي او د هغې په بيروني برخه به قبضه وکړي او د مدينې خلک به د باندې له وتو څخه منع کوي، بيا به هغه په بيت المقدس کې د جبل ايلياء لوري ته راشي او هلته به د مسلمانانو يوه ډله محاصره کړي، مسلمانان به له سختو مشکلاتو سره مخ کړي، بيا به د مسلمانانو امراء ووايي: تاسو د کومې خبرې انتظار کوی؟ پورته شئ له دغه شيطان سره جنګ وکړی او د خپل رب لوري ته ورشی، يا فاتحين شی، هغوی به له دجال سره د جنګ کولو په باره کې مشوره کوي، کله چې صبا شي نو عيسی ابن مريم علیه السلام به هم تشريف راوړی وي، کله چې دوی له رکوع څخه سر راپورته کړي نو وبه وايي: الله تعالی مسيح دجال هلاک کړ او مسلمانان غالب شول، حضرت عيسی علیه السلام دجال قتل کړ او د هغه ملګرو ته يې شکست ورکړ، تر دې چې ونو، بوټو او ډبرو وئيل : دا زما تر شا يو يهودي پټ دی راشی دا قتل کړی ([7]).
بيا به حضرت عيسی علیه السلام د يوه داسې قوم لوري ته ور شي کوم به چې الله تعالی له دجال څخه بچ ساتلی وي، هغه به د هغوی مخونه ښکل کړي او هغوی ته به په جنت کې د هغوی د درجاتو په باره کې ووايي: بيا به الله تعالی حضرت عيسی علیه السلام ته وحې وکړي چې ما خپل يو شمير داسې بنده ګان پيدا کړي د کومو د مقابلې کولو په همت کې چې څوک نشته، ته زما له بندګانو څخه خپل ملګري له ځان سره کړه او د کوه طور په لوري ولاړ شه، يعنې په دې وخت کې به الله تعالی ياجوج ماجوج را وليږي، تفصيلي بيان يې مخته را روان دی.
د دجال په مقابله کې تر ټولو ډير سخت خلک
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه وايي : کله چې ما له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه د بنو تميمو په باره کې دری خبرې واوريدلې نو زه له هغوی سره ډير محبت لرم، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي چې فرمايل يې:
هغوی زما په امت کې د دجال په مقابل کې تر ټولو ډير سخت دي، د هغه لوري ته د صدقې مال راوړل شو نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : دا زما د قوم صدقه ده، د بنو تميم يوه مينځه له حضرت عائشة رضی الله عنها سره وه، نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل : دا ازاده کړه، دا د اسماعيل له اولادې څخه ده ([8]).
يوه سړي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په موجوديت کې د بنو تميمو په باره کې نا مناسبه خبره وکړه نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
لاتقل لبنی تميم الا خيرا، فانهم اطول الناس رماحا علی الدجال ([9]).
ژباړه :
د بنو تميمو په باره کې ښه خبره کوه، د دجال په مقابله کې د هغوی نيزې تر ټولو اوږدې دي.
[1] – المستدرک للحاکم :۴/ ۵۲۹، وصححه، وقال الذهبي : علی شرط البخاري ومسلم.
[2] – المستدرک للحاکم :۴/ ۵۸۰، وقال : صحيح علی شرط مسلم.
[3] – مسند احمد: ۵/ ۴۱۰، باسناد حسن.
[4] – صحيح مسلم، الحج، حديث : ۱۳۸۰.
[5] – (باب لد) د فلسطين په سيمو کې د واقع بيت المقدس يوه سيمه ده.
[6] – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۷، باسناد حسن.
[7] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۷.
[8] – صحيح البخاري، العتق، حديث : ۲۵۴۳، وصحيح مسلم، فضائل الصحابة، حديث : ۲۵۲۵.
[9] – مسند احمد : ۴/ ۱۶۸، وقال الهيثمي في مجمع الزوائد : رجاله رجال الصحيحين.



