نن د افغان کرکټ ملي لوبډله له ايرلنډ سره وروستۍ لوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۹) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن په متحده اماراتو کې له ايرلنډ کرکټ لوبډلې سره ۵۰ اوريزه يوورځنۍ وروستۍ لوبه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، دغه لوبه به د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب د شارجې په نړيوال لوبغالي کې پيل شي.

کرکټ بورډ وايي، افغان لوبغاړو د درېيمې لوبې لپاره پوره چمتووالی نيولی دی.

تر دې مخکې افغانستان او ايرلنډ دوه لوبې وکړې چې لومړۍ لوبه افغانستان وګټله او په پنځوس اورونو کې يې ايرلنډ ته د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه خو ايرلنډ يواځې ۱۳۸ منډې وکړې او افغانستان ته يې لوبه وبايلله.

په دوهمه لوبه کې ايرلنډ افغانستان ته د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه، خو افغانستان په ۴۲ اورونو کې يواځې ۲۲۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړل، لوبه يې ايرلنډ ته وبايلله.

د دغې لوبو لړۍ چې د دسمبر پر پنځمه نېټه پيل شوي ده، نن د يکشنبې په ورځ به يې وروستۍ پنځوس اوريزه لوبه ترسره شي او د ننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به د روان سريز د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button