د سعودي ولیعهد،د قدس په موضوع له امریکا څخه خپل ملاتړ څرګند کړی و

کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۹ فرید افغان )
که څه هم عرب ټولنې په یوه بیړنۍ غونډه کې له امریکا غوښتي چې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د منلو پرېکړه واخلي، ځکه چې په دې سره په سیمه کې تاوتریخوالی ډېرېږي
خو د اسرایلو ۱۰ نمبر تلویزوني چینل خبر ورکړی چې مخکې تر دې چې امریکا په رسمي توګه قدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه اعلان کړي، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ټرمپ یهودي زوم ‹‹جرادکوشنر›› ته پیغام استولی و،چې که امریکا قدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومني، دوی یې ملاتړ کوي .
د دې تلویزوني چینل په راپور کې راغلي چې بن سلمان، کوشنر ته ویلي چې د رسنیو ترمخ به دا موضوع غندي او که تر دوو اونیو پورې لاریونونه وشول دوی دې تحمل وکړي.
راپور زیاتوي؛ محمدبن سلمان خپل یهودي ملګري ته چې په دې وروستیو کې یې ورسره اړیکې خورا ګرمې کړې دي، ویلي، دوی به تر څو ورځو ځنډ وروسته د نړۍ د مسلمانانو احساسات قابو کړي او تضمین ورکوي چې قدس به د امریکا او اسرایلو لپاره د ارامۍ ځای وي.
د یادونې وړ ده چې همدې تلویزیوني چینل څو ورځې وړاندې هم په یوه راپور کې ویلي و چې قدس د مصر او سعودي په خوښه د یهودي رژیم پلازمینه ټاکل شوې ده.
پر همدې مهال ‹‹رویټرز›› خبري اژانس د ځینو فلسطیني مشرانو له قوله لیکلي چې څه موده وړاندې د سعودي واکمن د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په دې اړوند خبرې کړې وې او له نوموړي یې غوښتي چې په دې اړه باید له څه ویلو ډډه وکړي.
رویټرز ته یې خپلو سرچینو ویلي، چې د سلمان ځوی محمود عباس ته ګواښ کړی چې که په دې اړه یې سخت دریځ غوره کړ، له دندې به ګوښه شي.
دا راپورونه داسې مهال مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې امریکا بیت المقدس ته د خپل سفارت د لیږد اعلان وکړ او دا خاوره یې رسماً د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومنله.
دا پریکړه د ټولو هیوادونو مشرانو، امنیت شورا او ملګرو ملتونو وغندله او پرضد یې په ټوله نړۍ کې پراخ لاریونونه وشول.
خو په سعودي عربستان کې دا موضوع دومره له پامه وغورځول شوه چې د لاریونونو د نه کولو سربیره د حرمینو امامانو هم ورته کوم اهمیت ور نه کړ %



