جمهور رئیس غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري اروپا ته ولاړ

کابل ټکی کام ۰۷لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د یو لوړپوړي دولتي چارواکي پلاوي په مشري فرانسې، المان، اېټالیا او سوېډن هېوادونو ته په رسمي سفر ولاړ.
جمهور رئیس غني به په دغه شپږ ورځني سفر کې لومړی فرانسې ته ځي، هلته به د اقلیم د بدلون په سیمینار کې وینا کوي، او د فرانسې د جمهور رئیس سره به هم وویني.
او همدا راز به غني په دویمه ورځ (دوشنبه) باندې اېټالیا ته ځي، او د دغه هېواد د جمهور رئیس، لومړي وزیر او له ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره به د افغانستان او اېټالیا د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې کوي.
غني به د سه شنبې په ورځ المان ته سفر وکړي، او هلته به د کوربه هېواد له جمهور رئیس او د لومړي وزیر سره وګوري، بیا به د دغه هېواد په کوبر بنسټ کې وینا وکړي، او د افغانستان او المان د سیاسي اړیکو د ۱۰۰مې کلیزې پر مناسبت په جوړه شوې غونډه کې به ګډون وکړي.
غني به د پنجشبنې پر ماښام له المان څخه د سوېډن پلازمیې ستکهلم ته ځي، او هلته به د جمعې په ورځ د سوېډن هېواد له شهزداګۍ ویکتوریا، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره هم جلا جلا کتنې کوي، او د دغه هېواد د ټېکنالوجي سلطنتي انسټيټیوټ کې به هم وینا کوي.
ویل کیږي چې جمهور رئیس غني، سوېډن ته د سفر پر مهال به د دغه هېواد د لومړي وزیر په حضور کې د افغانستان او سوېډن تر منځ د انکشافي همکاریو موافقتنامې لاسلیک کړي.
له جمهور رئیس سره په یاد سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره ډاکټر نسرین اوریا خېل او د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي ملتیا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button