طالبانوپه تخار،غزني، هلمند کې ۶ پوستې نیولې او په سرپل کې لسګونه اربکیان ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې په تخار ولایت کې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو ۳ پوستو سقوط کړې او یو شمیر عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د سیمې خلک وایي چې د طالبانو په څوساعتیزه جګړه کې میشتو عسکرو ته سخت تلفات اړولي دي.
طالبانو د خبر دپخلي ترڅنګ ویلي چې په یاده جګړه کې یې څو تنه اربکیان وژلي او ډیره وسله هم لاسته ورغلې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي په دې جګړه کې یې د ‹‹ کهنه کول، باغ زاغان، لايقه، سابق کول او بادینگک››په نومونو ۵ لوی کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.
بلخوا راپورونه وایي چې تیره شپه د غزني شلګر ولسوالۍ اړوندد ناني په سیمه کې طالبانو په یوه پوسته برید کړی دی.
سیمیزې سرچینې وایي چې په برید کې یو شمیر پولیس وژل شوي دي او پوسته د طالبانو لاسته لویدلې ده.
طالب ویاند پیښه منلې ده او ادعا یې کړې چې په دې برید کې یې ۱۰ عسکر وژلي او د هغوی یو شمیر سپکې او درنې وسلې او ګڼ مهمات یې نیولي دي.
پر همدې مهال طالب ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې تیره شپه یې دهلمند ګرشک ولسوالۍ کې دوه پوستې نیولې او تر ۱۵ ډیر عسکر یې وژلي او د هغوی ټول مهمات یې له ځانه سره وړي دي.
بل پلو راپورونه وایي چې د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې لسګونه سیمیز پولیس (اربکیان) د طالبانو لیکو ته ورغلي .
د سیمې خلک وایي چې د دې ولسوالۍ اړوند د ‹‹تبر›› په سیمه کې میشت اربکي ځواکونه چې د قوماندان کریم په مشرۍ زورواکي قوماندان یې مشري کوله، له ټول پرسونل سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پیښې په تائید سره ویلي چې قوماندان کریم له خپلو ۴۰ ملګرو او ټولو اسلحو سره یوځای د دوی لیکو ته ورغلي دي
ویاند ویلي چې ځایي طالبانو له نوموړي قوماندان څخه هرکلی کړی او د نوموړو دا کار یې ستایلی دی.
حکومتي چارواکو په ټولو پیښو له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونو یوځل بیا زور اخیستی مرکزي حکومت د لویو عملیاتو د پیل خبر ورکوي خو د ولایاتو محلي ادارې وایي چې عملیات که پیل هم شي کومه لاسته راوړنه به ځکه ونه لري چې ولسي خلک د حکومتي ځواکونو پر وړاندې راپورته شوي نو له همدې امله به یې فعالیتونه یواځې تر رسنیزو تبلیغاتو محدود وي.



