پاکستان: وسله وال بريد کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي- دوه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۱) د پاکستان په شمالي وزيرستان کې وسله والو د پاکستاني پوځ پر موټريز کتار بريد کړی، په ترڅ کې دوه پوځيان وژل شوي دي.

پېښه د د مرکز ميران شاه په دولس کيلومترۍ کې د علي خېل په نوم کلي کې رامنځته شوې ده.

د پاکستان د پوځ له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، بريد هغه مهال شوی کله چې دغه پوځيان په ګزمه بوخت و.

خبرپاڼه وايي، په بريد کې د افسر عبدالمعيد او يو بل يوويشت کلن پوځي بشارت وژل شوي دي.

پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ليکلي، په بريد کې دوه پوځيان ټپيان شوي هم دي.

وخت ناوخت په شمالي وزيرستان کې په پاکستاني ځواکونو وسله وال بريدنه او چاودنې کېږي، چې د عسکرو په ګډون ملکي کسانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوړي.

تر د دې دمه د بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button