د ترکیې غونډه او د ویناوالو څرګندونې

نن د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي هیوادونو فوق العاده کنفرانس پیل شو، کنفرانس دقدس په هکله چې د اسرایلو پلازمینه ټاکل شوې رابلل شوی دی.

په دې کنفرانس کې تقریبا د ټولو مسلمانو هیوادونو ولسمشرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو ګډون کړی دی.

د غونډې په پیل کې کوربه اردوغان ټولو راغلیو چارواکو ته هرکلی او ستړي مشي وویل او یوځل بیا یې ټینګار وکړ چې قدس د دوی ‹‹سورخط دی››

د ده په خبره که هرڅوک قدس ته لاړ شي ورته څرګندیږي چې دا یو اشغال شوی ښار دی، د نوموړي په خبره زموږ له تصمیم څخه د عیسویانو پادري مشر ‹‹پاپ فرانسس›› هم هرکلی کړی دی.

د اردوغان په خبره، اسرایل توروریستي او اشغالګر هیواد دی د امریکا ملاتړ د هغوی حقانیت نه ثابتوي ځکه د امریکا دا تصمیم شاوخوا ۱۹۶ هیوادونو وغندلو.

نوموړي د فلسطین ټولو شهیدانو ته دعا وکړه، او له ټولو مسلمانانو یې وغوښتل چې دخپلې لمړۍ قبلې‹‹ بیت المقدس››زیارت ته ولاړ شي.

نوموړي وویل اقصا ۱۴۴ جریبه حرم لري او دا ټول د مسلمانانو ملکیت دی.

اردوغان د مسلمانو هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې که فلسطین یې په رسمیت نه وي پیژندلی هرڅومره ژر دې دا اقدام وکړي.

پر همدې مهال ایراني ولسمشر حسن روحاني څرګنده کړه چې،امریکا دې واقعت ته ښه ځیر وي چې مسلمانان د قدس په مسئله کې بې تفاوته نه پاتې کیږي.

روحاني زیاته کړه، پوښتنه را ولاړیږي چې یهودو څنګه دومره جرئت وکړ چې د مسلمانانو خاوره لاندې کړي؟ نوموړی وایي ‹‹زما په نظر یهودو ته هغو مسلمانانو د دې کار زمینه برابره کړه چې ددوی هرکار ورته ښه ښکاریده او د خپلو مسلمانو رقیبانو د ځپلو لپاره یې د هغوی هر وړاندیز ته سر ټیټ کړ››

نوموړي اسلامي نړۍ وحدت او اتفاق ته راوبلله او زیاته یې کړه چې که هرچا امریکا او یهودو ته لږ ارزښت هم ورکاوو عواقب به یې خطرناک وي.

د نوموړي په خبره هغه څوک چې یهودو او امریکا ته ارزښت ورکوي تر ټولو مخکې به هغه لمنځه وړل کیږي

په غونډه کې د اردن پاچا عبدالله لنډې خبرې وکړې او په وینا یې د امریکا دا اقدام خطرناک ده او دسولې خبرې زیانمنولی شي

تر دې وروسته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې امریکا د سولې په خبرو کې د دریم ګړي حیثیت او رول له لاسه ورکړ نور به دې هیواد ته هیڅ ازښت ور نکړو.

په دې ناسته کې د افغانستان، آذربایجان، بنګلادش، اندونزیا فلسطین، ایران، قطر، کویت، لیبیا، لبنان، سومالیا، سودان، اردن یمن په ګډون د شاوخوا ۴۸ مسلمانو هیوادونو مشرانو ګډون کړی دی .

ښایي په دې غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني هم وینا وکړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button