بادغيس: طالبان وايي دوه پوستې يې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۲۳) د بادغيس ولايت په دره بوم ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، په ترڅ کې يې دوه پوستې طالبانو نيولي او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، بريدونه د دره بوم ولسوالۍ مربوط د غال زردک په سيمه کې په امنيتي پوستو شويو دي.
زياتوي، په دغه جګړه کې دواړو غاړوته مرګ ژوبله اوښتې، خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې کره مالومات ورنه کړل.
له بله پله وسله والو طالبانو د دوو پوستو د نيولو ادعا کړې وايي، په بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي او پاتې نور له سيمې څخه تښتېدلي دي.
طالبان وايي، په جګړه کې يو طالب وژل شوی او يو بل ټپي دی.
دغه راز طالبان د دوه ميله وسلې، دوو موټرسيکلو او په زياته اندازه د مرميو د نيولو خبر هم ورکوي.
تر اوسه په دې اړه د بادغيس ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي، خو د ملي دفاع وزرات په يوه خبره پاڼه کې د بادغيس په ګډون په يو شمير ولايتونو کې طالبانو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.


