هلمند: د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې ۲۴ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لین ۲۳) د هلمند د ګرمسير ولسوالۍ اړوند ۲۴ پوليس د کندهار ميوند ولسوالۍ ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

يوې حکومتي سرچينې پژواک ته ويلي، تېره شپه لسګونه پولیس د کندهار ميوند ولسوالۍ ته د قاچاقبرانو د نيولو په موخه تللي و، چې هلته د وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: د هلمند ګرمسير ولسوالۍ کندهار ته څېرمه امريکايي ځواکونو سرحدي پوليس بمبار کړي، چې ګڼ شمير يې وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د ريګي بند تيمور سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هلمند يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې نږدې شل سرحدي پوليس وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې ويلي، په دغه پېښه کې څوارلس پوليس وژل شوي، زياتوي چې یاد سرحدي پوليس د قوماندانانو له لوري په خپلسري توګه سيمې ته استول شوي و.

د هلمند د ولايت مقام په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button