د ګډحکومت نیم کال قانوني عمر پاتې، دهیڅ تصرفاتو حق نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۴ فرید افغان)
نن په کابل کې د ژغورنې له ایتلاف څخه د ملاتړ په غونډه کې د جمعیت او جنبش ګوندونو مهمو څیرو او مشرانو په ګډحکومت سختې نیوکې وکړې او د دې ادارې کړنې یې ناقانونه وبللې.
دا غونډه چې د جنبش ګوند په غوښتنه د انترکانتینیتال په هوټل کې دایره شوې وه، وویل شول چې د ګډحکومت د واک قانوني وخت په ختمیدو دی نو په همدې اساس د مطرحو څیرو د لرې کولو او ګمارلو واک نه لري.
د جمعیت ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي وویل، د ګډحکومت قانوني عمر ۶ میاشتې پاتې او د ۱۳۹۷ د جوزا په لومړۍ نیټه یې قانوني موده پوره کیږي.
د واقف په خبره؛ په روانو ۶ میاشتو کې د هر والي یا وزیر ګوښه کیدل له قانون څخه خلاف او سخت غبرګونونه به راوپاروي.
نوموړي د ملي وحدت حکومت د موقت حکومت په توګه یاد کړ او په وینا یې چې دا اداره د خلکو په رایو د رامنځته شوي حکومت په څیر وړتیا او ځواک نه لري او همداراز دا اداره د بلخ د والي په وساطت رامنځته شوې نو نه شي کولی د هغه په څیر مهمې څیرې له واک څخه لرې کړي.
واقف د لویې عنعنوي جرګې راغوښتل او د ۵۰ سلنې د واک مساوي ویش له اړتیاوو یاد کړ.
پر همدې مهال د صلاح الدین رباني په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی بلخ ته رسیدلی ترڅو له عطانور سره د حکومت او د جمعیت ګوند د اندیښنو په باب خبرې وکړي.
ځینې راپورونه وایي چې عطا له دندې ګوښه شوی خو د ارګ ویاند وایي چې تر اوسه په دې اړه وروستۍ بریکړه نه ده شوې
ننۍ غونډه او بلخ ته د لوړ پوړي پلاوي سفرڅرګندوي چې د دې ډلې په مهم غړي او د بلخ پر والي عطامحمد نور فشار ډیر شوی تر څو له خپل مقام څخه استعفا ورکړي



