میډیا او دعلماو اومدارسو په اړه ناکام تبلیغات

لیکوال:فضل الرحمن اغا

تاسوبه فکر وي چې کلونه کلونه کیږي کفري ميډیا غلامي رسنۍ پر دې بوخت دي چې څنګه دوي وکولائشي چې زموږ دیني علمأ کرام او زموږ دیني مرکزونه دعوامو په پام کې بد وروګڼي خصوصاً دافغانانو، که مو فکروي اول یې دمدرسو په اړه تبلیغات کول چې دډيرو افغانانو په پام کې یې بدي کړې اوس زیاتره افغانان د مدرسو سره تضاد لري اوس کوشش کوي علماؤو پسې تخریب کوي کله وائي چې په فلانکي ځای کې مولا جنسي تیری کړيدي نن مولا په کلي کې په یوه کورنۍ کې د پردیو ښځو سره ونیول شو نن ملا داسي وکړه او نن یې داسي وکړه اوعجبه خو داده چې څوک په قتل ونیول شي یا پر زنا ونیول شي او یا پر غلا ونیول شي خو چې ملا یې قاضي وي بیا ملا دالله فیصله پري جاري کړي څه چې الله یا دهغه رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي وي ملا دالله او دهغه درسول امر ته یې سر اېښی دي نوچې کله قاتل قصاص یا زناکاره سنګسار یا غل څخه لاس پرې کړې نوکفري ميډیا یې د رشخند په تور نشر کړي او وائې چې صحرایي محکمې نن داسې ظلم وکړ خو په عوامو کې هغه جاهله یې هم ورسره وغندي او مولا ته سپکي سپوري شروع کړي دمولا توهین کوي خوداجاهله انسان تراساسي قانون لاندي ژوند تېروي پرقرآني قانون نه پوهیږي چې داخودهغه چاقانون دي چې ټول نړۍ دده په حکم سره چلیږي
خو(لله الحمد)هغه عقدوي مسلمانان چې عقل او فکر لري خپل اولادونه یې دیني مرکزونو ته ډېرتشویق کوي او خپل او اولاد لپاره ائنده راتلونکي ژوند خوښوي ځکه راتلونکي ژوند زموږ اخرت دي خوبیاهم الله پاک یو لوي رحمت پرموږ چې دعلمأ قدرکوو ځکه الله جلّ جلاله فرمائي
اعوذبالله من الشیطن الرجیم
انما یخشی الله من عباده العلماء
ژباړه ”بېشکه چې دالله تعالی څخه وېرېدونکي اشخاص د الله په بنده ګانو کې هغه علماء حق دي
او همدا راز پېغمبر صلی الله علیه وسلم
العلماءورثة الانبیا
ژباړه “علما د انبیا کرامو وارثان دي
نو همدا علمأ کرامو دالله دایاتونو او درسول الله دحدیثو په رڼا کې موږ ته دوست او دوښمن حق اوباطل روا ناروا جنت او دوږخ دونیوي او اخروي عمر یې موږ ته راوپېژندي اونورو ته یې ورپېژني
خو اوس هم وایم میډیا خپل په تبلیغاتو کې ناکامه اوشرمنده ده.
او هغه څوک چې دمیډیاتبلیغات سره خوښ وي الله دي هدایت ورته وکړي او که د هدایت لایق نوي الله دي یې ددې ژورنالیستان سره یو ځای راپورته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button