دنن مسلمانان چه له دي موجوده مشکلاتوسره مخ دي اساسي علت یې دجهاد پریښودل دي 

راټولونه اوزیاتونه: عزام حقاني

نن ورځ چه کفارواودهغواجنټان اوغلامانوپه هرځای کې په مسلمانانودغسي حالات راوستي دي په مسلمانانوکې دبې غیرتۍ ، بې احساسۍ حب الدنیا جذبه دومره حدته ورسیده چه دانتقام اوله ظلم سره دمقابلې احساس یې ختم کړ ،
نن ورځ مسلمانانو خپل دین اوتاریخ هیر کړی دخپلواسلافو کارنامې اواتلولۍ یې له یاده ایستلي اویاورته هسي افسانې ښکاري ،
په داسي دبې ننګۍ په خوب ویده دي چه دهیڅ یوې ناهیدې ، عافیې ، النوري ، فاطمې اونورومظلوموبندیوانو خویندو آه اوچیغو رابیدارنه کړل ، او نه دکفارو لخوا داسلامي مقدساتو توهین راویښ کړل، کفر تر دي حده زړور شو چه دمسلمانانو لمړۍ قبله یې دشیطانانو (اسرائیلو) پلازمینه ونوموله ، هو هرقوم چه دخپلو اسلافو په قدمونو تګ ونه کړ دهغوله نیمګړتیاوو اواشتباهاتوڅخه پند وانه خلي دځمکې له مخ څخه ورک شوی دي ،دنن ورځی په مسلمانانو چه څومره ظلمونه کیږي نسبت ددوی اعمالو اوکړنوته دنشت برابر دي ځکه په ټوله نړۍ کې دمسلمانانو هیڅ ازاد ملک نشته ، ولي ؟ خودوی په عیش اوعشرت اوله الله څخه په نافرماني کې اخته دي، له کومي ورځي چه مسلمانانو جهاد ته شاکړې د ډول ډول بدبختیو ښکار شوي چه په دي اړه::
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پرمایلي دي اذا تبایعتم بالعینة وأخذتم أذناب البقر ورضیتم بالزرع وترکتم الجهاد سلط الله علیکم ذلا لاینزعه حتی ترجعوا الی دینکم) رواه أبوداود
ژباړ ه: کله چی تاسو دسودکاروبارشروع کړ[العینة] دحراموبیعوله جملی څخه ده اودغواګانوپه شاووپسي سواست اوپه کښت اوکرونده راضي شوئ [معمولا دهقانان دتخم شیندلوپه وخت په ځمکه کی دغواګانوپسي وروسته روان وي ] اوددنیاپه کارونوکی مشغوله سواست اوجهادموپریښود الله جل جلاله به ذلت درباندی راولي ترهغه به په دغه ذلت کی یاست ترڅو چي مو دین ته رجوع نه وي کړي . اوجهاد مونه وي پیل کړی .
وروڼو نبي صلی الله علیه وسلم مرض له ټولو اوصافوسره ذکرکړی اودهغه دلمنځه وړولو دوایی هم په نښه کړي ده، چي هغه رجوع ودین ته ده ، اوجهاد کول دباطل په وړاندي کول.
نوپه همدی اساس له دی امت څخه به دا ذلت او خواری تر هغي پورته نه شي تر څو چی دجهاد بیرغ پورته نه کړ ي، او دنیوی کارونو کی دمصروفیت پرځای الله جل جلاله ته رجوع وکړی اوددین خدمت ته ځان وقف کړي
وړونو دالله په لار کی جهاد ته راوتل دالله جل جلاله فرمان ته لبیک ویل دي خوبل طرفته دکفارو زور اوکبر ماتول دي اودهغو سرکوبول دي ،اوله بل طرفه مسلمانان له ضعف ، ذلت اودوینوله دریابونو څخه خلاصول دي .
ډیر دتأسف ځای ده چه رسول الله صلی الله علیه وسلم جهاد ددي امت مسؤلیت بللی اورزق یې غنیمت بللی ، خو امت یې جهاد په لیونتوب نوموي، په دي اړه داسي فرمایي:
عن عبد الله بن عمر رضى الله عنه قال قال : رسول الله صلی الله علیه وسلم بُعِثتُ بالسيف بين يدی الساعة حتی يعبد الله وحده لاشريك له و جعل رزقی تحت ظل رمحی وجعل الذلة والصغار علی من خالف أمری ومن تشبه بقوم فهو منهم . رواه أحمد

ژباړه : حضرت عبدالله ابن عمر رضى الله عنه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : زه تر قيامت له مخه الله جل جلاله دتورى په قوت یوجهاد كونكی پيغمبر راليږلی يم،[یعني یومجاهد پیغمبر] تر هغه مهال به له كافرانو سره جنګيږم ترڅو چې دغه مخلوق دتوحيد كلمه ووايى . اويوازې د الله جل جلاله عبادت وكړي ، الله جل جلاله زما رزق اوروزي ځما د نېزې ترسيوری لاندى مقرره كړې ده ، اوالله تعالی ذلت اوماتي تل هغه چاته ورپه برخه کړې چې زماددین مخالفت يې کړی ، هرڅوك چي دچاسره ځان ورته کوي په قيامت كې به ئې الله جل جلاله په همغه ډله كې راپاڅوي .

تشریح : پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې دقیامت نه وړاندي زه یوداسي پیغمبر راواستول شوم چې ډیره مشغله به مې جهاد وي اودالله تعالی ددښمنانوسره به جنګیږم تردي چې د شرک ،کفر اوفسادڅخه خلګ لاس په سرشي ، اوټول دتوحیدکلمه ولولي ،اولوی خدا ی جل جلاله زمارزق زما ترتوري لاندي ایښي ، یعني الله تعالی موږ ته رزق دکافرانو له غنیمت څخه ټاکلی ، کافران به مالونه وسائل راوړي اوبیابه دجګړي په ډګرکې ماتي خوري اودغه وسائل اواسباب به یې مجاهدینوته پاته کیږي . ځکه چې الله تعالی ذلت اوشکست تل ددغه بدبختو کافرانوپه برخه کړی یعني دهغه خلګو چې دالله تعالی ددین څخه انکار کوي ،درسول الله صلی الله علیه وسلم دارشاداتو مخالفت کوي .
که په خپلواعمالو کې تغیر رانه ولو اوجهادته یو مخیزه مخه نه کړو تردي به هم له سختو عذابونو اوظلمونوسره مخامخ کیږو ، که مو
الله جل جلاله ته تسلیمۍ سر ټیټ کړ او له ګناهونو توبه ګار شوو ، بیابه هیڅ کافر موږ ته په جګوسترګو دکتلوتوان اوطاقت نه لري.
نو مسلمانان به هغه وخت دکفاروله شر څخه په امن کې شي چې په یو اتفاق اواتحاد دکفر اوظلم په مقابل کې قوي صف جوړکړي او دالله جل جلاله حکم یعني جهاد راژوندی کړي اودمشري یارهبري لپاره داسي کس وټاکې چه پام او فکر یې ټول د دین اقامي اودمسلمانانو پیاوړتیا اوځواکمنولوته وي.

د داسي ورځي په هیله چه ټول مسلمانان په یو اتفاق او اتحاد دکفر په وړاندي په یو صف کې د واحد آمیر تر جغ لاندي ولاړ وي ؛¡

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button