امریکا: اماده یو چې د شمالي کوریا مسئله له نظامي لارې حل کړو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۵ فرید افغان)

وروسته تر هغې چې امریکا له شمالي کوریا سره د خبرو اترو له لارې روغې جوړې ته چمتوالۍ وښوده د دې هیواد چارواکو یوځل بیا ګواښ کړی چې د شمالي کوريا پاروونکي اقدامات به ونه زغمي.

د امربکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویلي چې که ضرورت شو، ځواکونه یې اماده دي تر څو د دې هیواد پرضد اقدام وکړي.
نوموړي وویل ‹‹هیواد مو له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي خو که اړتیا پیښه شوه اقدام به وکړو››

پر همدې مهال په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو سناتور لیندسی ګراهام ګواښ کړی چې که دا هیواد د خپلو اتومي توغندیو آزموینې او نورو پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړي ۷۰ سلنه احتمال لري چې پوځي برید پرې تر سره شي.

د ګراهم په خبره، امریکایي ولسمشر امر کړی چې که وضعیت تغیر ونه کړ او دې هیواد د نورو وسلو ازمویلو ته هم دوام ورکړ، نظامي برید دې پرې وشي.
شمالي کوریا هم ویلي چې ځواکونه یې هر وخت د تیارسۍ په حالت کې دي او که امریکا داسې اقدام وکړ، سخت غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
امریکایي ځواکونه داسې مهال دا ګواښ کوي چې تیره ورځ د روسیې ولسمشر پوتین امریکایانو ته په خطاب کې وویل چې د شمالي کوریا د مسئلې حل به دنظامي لارو څخه خطرناک ثابت شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button