اردوغان: که موقدس له لاسه ورکړ،د مکې او مدینې ساتنه هم نشو کولای

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۵ فرید افغان)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې تیره ورځ یې د ترکیې په استانبول ښار کې په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، که مو له بیت المقدس څخه دفاع ونه کړه او هغه یهودو رانه خپل کړ سبا به له مکې مکرمې او مدینې منورې هم دفاع ونه شو کړی.
اردوغان وویل بیت المقدس ته د یهودي رژیم د پلازمینې لیږدول په دې معنا ده لکه چې مکې مکرمې ته وړل شوی وي.

د نوموړي په خبره ‹‹ که مو قدس له لاسه ورکړ، مدینه به هم له لاسه ورکړو، که مو مدینه له لاسه ووته مکه مکرمه به هم راڅخه ولاړه شي او که مکه معظمه مو له لاسه ورکړه له کعبې به هم لاسونه ومینځو››

اردوغان وویل، د امریکایي ولسمشر تازه اقدام اسلامي نړۍ ته د نورو توطیئو اوخطرونو زنګ وهل دي او که پر وړاندې یې بیدار نه شو، موږ ټول به د دې پلان شویو،دسیسو ښکار کیږو.
ترکي ولسمشر زیاته کړه که مسلمانان د قدس په مسئله کې بریالي شول دا د ټول مسلمه امت له پاره د خوښۍ زیری دی.
اردوغان وویل؛ هیڅ هیواد له بین المللي قوانینو پورته نه دی، مسلمانان کله هم دومره ظلم نه شي منلی، موږ دا مسئله لومړی د امنیت شورا ته وړو، او که هلته ونه منل شوه د ملګرو ملتونو عمومي سازمان ته به مراجعه وکړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button