پښتانه ترهگر(!)/ خالد روان

پر افغانستان او پر افغانانو هر ډول نظامونه راغلي دي او دغو خلکو او دې خاورې هر ډول نظامونه زغملي دي. د ظاهرشاه د ډیموکراسۍ دوره، د خلقیانو، پرچمیانو، کمونېستانو، مجاهدینو، ملکالطوایفي، د طالبانو اسلامي امارت او اوس د امریکا د ۲۱مې پېړۍ د ډیموکراسۍ دورې راغلي او بېرته ختمې شوي دي. که په ظلمونو، زندانونو، وژنو، بمباریو، شکنجو او نورو تعذیبونو دغه ملت ورکېدای؛ اوس به مو د نړۍ په تاریخ کې یوازې نوم پاتې وای او نه به اوس د افغانستان اوسنۍ جغرافیه پاتې وای او نه دغه ۳۵ میلیوني وگړي لرونکی هېواد!
د امریکا او حکومت یې اوسني ظلمونه د خلقیانو نیمايي ظلمونو ته هم نهشي رسېدای. کله چې ډاکټر نجیب د «خاد» مشر و، زرگونه خلک یې شهیدان کړل. په هرات کې یې په یوه ورځ زرگونه پاڅون کوونکي شهیدان کړل، د څرخي پله، ۹۰یم، ۷۰یم او نور پټ او ښکاره زندانونو زرگونه بندیانو ته به یې کندې کېندلي او بندیان به یې پکې ژوندي ښخول. کافر نظام پاتې کېدای شي؛ خو ظالم نظام عمر نهشي کولی او الله جل جلاله یې له منځه وړي.
د اوسني ملي یووالي حکومت درې کاله ووتل. د دوی ضعیفې ادارې او ځان خوښو مشرانو پخواني تاریخونه هېر کړل او د خلقیانو پخوانۍ کیسې یې شروع کړې. دلته بدمرغي داده چې هر افت د پښتون پر سر راپرېوځي او دلته مېشت اقلیتونه ترې مستثنا دي.
دلته لطیف پدرام، احمد ضیاء مسعود، عطاءمحمد نور، اسمعیلخان، عبدالله عبدالله، جنرال دوستم، محمد محقق او د شمال ټلوالې نور غړي په ښکاره د افغانستان له اوسنۍ جغرافیې منکر دي. ځانونو ته د افغان پر ځای افغانستاني وايي. عطاء محمد نور د همدې نظام چارواکی دی؛ خو په ښکاره د هېواد دننه او بهر د نظام پر ضد غونډې جوړهوي. د اوسني نظام د سقوط گواښونه کوي، ولسمشر ته اخطارونه ورکوي؛ خو نه یې نظام پر ضد اعلامیه خپروي او بندي کېدل خو یې لېرې خبره ده.
دلته هر ټکه د پښتانه پر سر راپرېوځي. دلته یو شمېر فېسبوکي دولتي معاشخواره لیکوال بیا اوسنی نظام سوچه بولي او حتی د تش قلم خاوندان هم په بېلابېلو نومونو گواښل کېږي او بندیان کېږي.
په تېرو دوو کلونو کې قاضي محمد حسن حقیار، انجینر نظرمحمد مطمئن او اوس انتظار خادم د همدغه سربداله چارواکو له لوري ونیول شول. ښاغلي حقیار د اوسني گډوله نظام نیمگړتیاوې یوازې په سیاسي بحثونو کې مطرح کولې. حکومت ونیو او په سیاسي بحثونو کې د نه گډون په شرط یې ازاد کړ. انجینر نظرمحمد مطمئن حکومت دوه ځلې ونیو؛ خو د دوه میاشتني بند وروسته یې خوشې کړ. نه حکومت وویل چې په کوم جرم مو نیولی دی او نه یې تراوسه کوم جرم رسنیز شوی دی. انتظار خادم د همدغه نظام کلک مدافع وو. په سیاسي بحثونو کې یې ترې کلکه دفاع کوله؛ خو اوسنیو حقایقو یې لیدلوری بدل کړی و او په نظام کې د شته نیمگړتیاوو یادونه به یې هم کوله. دغه ځوان هم همدې حکومت ونیو او نن یې د نیول کېدو خبره ځینو ملگرو رسنیزه کړه.
اشرف غني دې افغانانو ته د امریکایانو په سترگه نه گوري. دغه ملت په زور نهشي ایل کېدای. که ایل کېدای شوای، ستا پخواني شریکوال ډاکټر نجیب به ایل کړی وای.
د ملي یووالي حکومت دې خپلو قلمي مخالفینو سره د مور مېرې چلند نه کوي. که پر ښاغلي خادم د ملي خیانت کوم ثبوت لري، نو رسنیو سره دې شریک کړي او که بې گناه یې نیولی وي؛ نو د ظالمانو ټغر الله جل جلاله ډېر ژر ورټولوي.
تر هغه وخته به دلته د پښتون سره د مور مېرې چلند کېږي، چې تر څو پښتانه په یو غږ راپورته شوي نه وي او خپل حق یې د زور له لارې نه وي ترلاسه کړی. گنې همداسې به پښتانه نیول کېږي او د زندان د تمبو شاته به غورځول کېږي.



