اندونیزیا: سختې زلزلې د سونامې ویره پیدا کړې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۵ فرید افغان)
د اناضول خبري اژانس د خبر تر مخه، د اندونیزیا په پلازمینه جاکرتا کې سخته زلزله شوې چې له کبله د سونامې خطرونه را پورته شوي.
د اندونیزیا د هوا پیژندنې ادارې ویلې چې زلزله د جاوا په ټاپو کې د تاسیک مالایا ښار کې رامنځته شوې او اندازه یې د ریختر په کچه ۷.۳ درجې اټکل شوې .
د امریکا د زلزله پیژندنې ادارې بیا ویلي چې د زلزلې کچه ۶.۵ درجې وه
د هوا پیژندنې ادارې ویلي د زلزلې ټکانونه د ځمکې په ۱۰۵ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوي دي.
د اندونیزیا چارواکو خبرداری ورکړی چې ښایي دا زلزله د یوې لویې سونامې د راتګ پیل وګرځي


