ننګرهار: ګډو ځواکونو په مدرسې چاپه وهلې- څلور تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۵) د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ مربوط د ټټنګ سيمه کې ګډو ځواکونو په يوې دينې مدرسې چاپه وهلې، له کبله يې څلور کسان وژل شوي او يو شمير نور يې له ځان سره وړي دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر پېښه تاييدوي وايي، دغه عمليات د جلال اباد د ميدان هوايي ځانګړي ځواک ترسره کړي دي.

دوی وايي، په دغو عملياتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی يو مهم قومندان يې ژوندی نيولی دی خو د هغه نوم يې نه دی په ډاګه کړی.

د سرچينې په وينا، د عملياتو پر مهال اووه تنه نور شکمن کسان هم نيول شوي، زياتوي له پلټنو ورسته به ورسره قانوي چلند وشي.

ځايي اوسېدونکي وايي، تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د ټټنګ سيمې په مدرسه چاپه وهلې په ترڅ کې يې د مدرسې ۳ تنه زده کوونکي او يو کليوال کس وژلي دي.

د ټټنګ د پاچا کلا يو تن اوسېدونکي مجيد کابل ټکی کام ته وويل: امريکايي ځواکونو د شپې په دولس بجې مدرسې ته ورغلي، مدرسه يې پلټلې، يو شمير زده کوونکي يې وهلي او نهه تنه نور يې له ځان سره وړي دي.

نوموړی وايي، ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال د مدرسې ځينې برخه هم ويجاړه کړې ده.

قومي مشر ملک مرجان وايي، په وژل شويو کې د مدرسې دوه تنه ماشومان دي، زياتوي که د ګډو ځواکونو شپنۍ چاپې دغسې دوام وکړي او ولسي خلک د خپلو بريدونو نښه ګرځوي، دوی به هم لارې وتړي او ولس به مجبور شي د دولت پرضد پاڅون وکړي.

يوه اوونۍ مخکې هم د دغه ولايت د حصارک ولسوالۍ په غوږيزه سيمه کې ګډو ځواکونو د طالبانو يو زندان او څو کورونه بمبار کړل، چې له کبله يې د طالبانو په زندان کې د حقوقي دعوو اتلس تنه بنديان ووژل شول، چې ټول ملکي خلک و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يوناما وايي، د ګډو ځواکونو په زياتېدونکو عملياتو سره د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button