ریاض منصور: د امنیت شورا د قدس په مسئله بیړنۍ غونډه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۵ فریدافغان)

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازی ریاض منصور وایي چې د امنیت شورا به سبا د یکشنبې په ورځ د امریکا د هغې پریکړې په هکله چې قدس ته یې د خپل سفارت د لیږد د اعلان ترڅنګ هغه د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه ومنله یوه بیړنۍ غونډه ترسره کړي.
منصور وایي، د امنیت شوراپلان لري چې د امریکا په دې پریکړه رای اچونه ترسره کړي.
د نوموړي په خبره ؛ د امریکا د وروستۍ پریکړې په هکله لا هم مشورې روانې دي
د یادونې وړ ده چې امریکایي ولسمشر تیره اونۍ رسما اعلان وکړ چې بیت المقدس ته به خپل سفارت لیږدوي او هغه د اسرایلو دپلازمینې به توګه مني.
د دې پریکړې پرضد دنړۍ په کچه سخت غبرګونونه را وپاریدل، روسیې، چین اروپایی اتحادې او ګڼو هیوادونو دا بریکړه وغندله او پرضد یې په ډیری هیوادونو کې لاریونونه ترسره شول.
ترکیې د دې پریکړې پرضد د ۴۸ مسلمانو هیوادونو استازي راوغوښتل او په یوه پریکړه لیک کې یې له امریکا وغوښتل چې خپله پریکړه بیرته واخلي.
اسرایلو په ۱۹۶۷ کال کې قدس اشغال کړ او هغه یې خپل دایمي پلا%

مربوطه مطالب

Back to top button