ولسي جرګې په افغانستان کې پر بهرنیو نظامي الوتکو د څار طرحه ومنله
(کابل ټکی کام ۱۳۰۶ لیندۍ ۲۵ فرید افغان)
ولسي جرګې هغه طرحه تائید کړه چې د بهرنیو نظامي الوتکو د ترتیب او نظم او پر هغوی د ځینو محدویتونو د لګولو په موخه د افغان او امریکایي چارواکو له خوا جوړه شوې ده.
په دې طرحه کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له هوایي ځواک پرته پر هغو هلیکوفترونو او نظامي الوتکو یو لړ محدویتونه لګول شوي چې د افغانستان له خاورې تیریږي.
نن د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت سره دا طرحه ومنله.
د دې طرحې جزیات نه دي په ډاګه شوي خو یو لړ شرایط دي چې له مخې به یې بهرنۍ نظامي هلیکوفتر او الوتکې چې په افغانستان کې پوځي ماموریت نه ترسره کوي تر محدودیتونو او څار لاندې راشي.
ښایي د دې الوتکو مخه نیونکي هم بهرنیان وي ځکه د افغانستان فضایي حریم په ټولیزه توګه د بهرنیو ځواکونو په لاس کې ده.
دې طرحې ته له ۱۱ وکیلانو پرته ټولو حاضرو ۱۲۰ غړو مثبتې رایي ورکړې او د رایو په اکثریت ومنل شو.



