له اووه کلن ځنډ وروسته د مچلغو بند د جوړولو چارې پيل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۵) د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، د پکتيا ولايت د مچلغو بند پر جوړولو يو ځل بيا کار پيلوي.
د چارواکو په وينا، د دغه بند جوړولو پروژه يې دا وار يوه روسي شرکت ته سپارلې چې تر بشپړولو پورې به پرې تر ۲۲ ميليونه ډالر لګښت راشي.
د دغه بند چارې اووه کاله مخکې هم پيل شوې وې، خو له دې کبله يې قرارداد لغوه شو چې نوموړی شرکت ونه توانېد څو په ټاکلي نېټه يې کار بشپړ کړي.
د دغه وزارت يوه مسوول محمد حکیم غلجی وايي، دا بند په پکیتا کې د ځمکو خړوبولو په برخه کې د پام وړ اهمیت لري، چې ډیر ژر به یې د جوړولو چارې له سره پيل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مچلغو بند د جوړولو چارې د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار داود خان د واکمنۍ راهيسې تر دې دمه اووه ځله پيل او بېرته پاتې شوي دي.
د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، حکومت مخکې تر دې هم د دې بند د جوړولو ژمنې کړي، خو عملي کړي يې نه دي، زياتوي د مچلغو بند جوړول د هېواد او په ځانګړې توګه د پکتيا د ولسونو لپاره ښه زیری دی.
د يادونې ده، د مچلغو بند په جوړولو سره به د پکتيا نږدې ۲۳۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.



