د یمن فوځ په صعده او شبوه ولایتونو کې استراتیژیکې سیمې بیرته ونیولې

د الجزیره نه په مننې

عزیر اسدخیل

یمني فوځ وکولای شول څو د سعودی عربستانو پولې ته څیرمه د الجوف او صعدة ولایتونو تر مینځ استراتیژیکې سیمې وروسته له هغې بیرته ونیسي چې له حوثي ملیشو سره یې سخته جګړه وکړه، همدا راز یمنی فوځ او ولسي مقاومت د دغه هیواد ختیځ ته د شبوه ولایت په عسیلان ولسوالي کې د حید بن سبعان استراتیژیکې سیمې باندې خپله ولکه ټینګه کړه.

د پنجشنبې په ورځ مازدیګر د یمن فوځ اعلان وکړ چې د دغه هیواد شمال ته د حوثیانو یوه قرارګاه چې د الجوف او صعده ولایتونو تر مینځ په الخلیقا سیمه کې پرته ده بیرته نیولې ده، د یمن فوځ د شپږمی فوځي جبهې رسمی ویاند عبدالله الأشرف د فوځ اړوند د سبتمبرنت ویبسایټ ته ویلی دی چی د یمنی فوځ ځواکونو په جوف سیمه کې د صعده ولایت نه د البقع الحدودی په کنډو کې د راتلونکو ځواکونو مخه ډپ کړې ده.

الخلیقا سیمه د خورا اهمیت نه برخمه سیمه ده ځکه چې د سعودی او یمن تر مینځ د رابط حیثیت لري همدا راز دا یواځینۍ د عبور او مرور لاره ده چې صعده او الجوف ښارونه سره نښلوي.

یمنی فوځ په صعده ولایت کې خپلو ځواکونو ته په تیرو دوه ورځو کې  دوه نورې فوځی لوا ګانې سپارلي دي څو د ولایت د مرکز په لور پرمختګ وکړي او خپله ولکه پری ټینګه کړی، د روان کال په پیل کې د یمن فوځ خپل نظامي عملیات د سعودي سره د نښتې پولې په اوږدو کې پیل کړي وو چې په پایله کې یې د علب او البقع هغه دروازې چې د صعده ولایت کې د سعودی پر پوله موقعیت لري خپله ولکه تینګه کړې وه. 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button