داسلامي هېوادونو نرمښت  او دامريکا سخت دريځي

سر لیکنه

دوه اوونۍ دمخه دامريکا جمهور رئيس ټرمپ هغه څه اعلان کړل چې دمخه يې  دکمپاين پر مهال امريکايانو سره ژمنه کړې وه ددې اعلان وروسته  دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ته ټرمپ بيت المقدس ته دخپل سفارت دانتقال او داسراييلو  د پلازمينې پر رسميت  پيژندلو امر وکړ.

مسلمانان له خوبولي خوبه لږ څه راويښ کړل شول او په ترکيه کې يې د o.i.c  يا اسلامي هېوادونو دهمکاريو دسازمان غونډه وکړه .

دبيت المقدس ، مکى ، مدينې منورې او کعبې شريفې يا نورو اسلامي مقدساتو ساتل دټولو مسلمانانو فرض دى په ترکيه کې داسلامي هېوادونو دهمکارۍ  سازمان خو امريکا باندې غږ کړيدى چې دخپل اعلان څخه دي وروسته شي، اما مسلمانانو يا داسلامي هېوادونو دهمکاري سازمان دا پريکړه ليک او خبر په ډيره نرمۍ سره خپور کړيدى چې امريکا به هيڅ وخت له سخته دريځه راونه  گرځوي .

o.i.c  بايد دامريکا ددې سخت دريځ او قاطع امر په مقابل کې يې په سخت دريځ او قاطع پريکړى سره جواب ورکړای وای؛ امريکا سره داسلامي نړۍ داړيکو پريکولو ، له اسلامي هېوادونو دامريکا سفارتونو او د يپلوماتانو دايستلو ، دامريکا سره دهر ډول اړيکو پريکولو اعلان کړى واى  او دټولو اسلامي هېوادونو څخه يې دامريکايې  پوځونو ايستلو زمينه برابره کړى واى  .

 که o.i.c يواځې دعربي هېوادونو او افغانستان دامريکايې پوځونو دايستلو زمينه برابره کړه له افغانستانه او عربي هېوادونو دامريکا لاسونه لنډ کړل شول بيا به له عراق ، سوريې  ، يمن او نورو هغو هېوادونو چې داشغال دا مونه يې  ورته خواره کړيدى خپله به يې ترى لاسونه لنډ کړل شي .

امريکا تل لومړى خپل دوستان تر پښو غورځولي دى ، دافغانستان ، عراق ، ليبيا ، مصر ، يمن، سوريې ، لبنان ، سوډان ، صوماليا او نورو هېوادونو سره چې امريکا کومه دښمني وکړه او د يادو هېوادونو ترڅنگ يې په نورو اسلامي هېوادونو کې دترهگرۍ او تباهۍ اوربل کړيدى بل يو هېواد هم داسلامي هېوادونو سره دومره دښمني نه ده کړي .

که o.i.c يا اسلامي هېوادونو دهمکارۍ سازمان بياد په استانبول کې دامريکا د دريځ سره ورته قدم پورته کړى واى او دامريکا سره يې په o.i.c کې دشاملو د ٥٧ هېوادونو داستازو څخه دامرياکا سره داړيکو دپريکولو او ترې دخپلو ديپلوماتو د رايستلو لاس ليک اخيستى واى  بيا به ټرمپ دخپل غرور له نيلى راکوز شوى واى .

داسلامي هېوادونو دهمکاريو دسازمان دا نرمښت  هيڅ وخت امريکا دخپل سخت دريځه نشي راگرځولى بايد ټوله اسلامي نړۍ دبيت المقدس د ژغورنې لپاره په خپل يووالي سره دامريکا په مقابل کې ورته گام  پورته کړي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button