لښکرګاه: د طالبانو په بريد کې يوولس پوليس وژل شوي- يو ټپي دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۶) د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، په ترڅ کې يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريدونه د لښکرګاه اړوند د دوهمې حوزې مربوط د قلعه سنګ په سیمه کې شوي دي.
يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي، د طالبانو په بريدونو کې يوولس پوليس وژل شوي دي.
خو يوې بلې سيمه ييزې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، په دغو نښتو کې يوولس پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.
طالبانو د بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، تېره شپه يې په ياده سيمه کې په دوو پوستو بريدونه کړي، په پايله کې يې دواړه پوستې نيول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، په دغو بريدونو کې ۱۶ پوليس وژل شوي چې د ديارلس تنو جسدونه يې لا هم په پوستو کې پراته دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې په ترڅ کې دوه رينجر موټر، دوه موټرسايکل سوځول شوي او سيمې ته د ورغلې کومکي قوې يو ټانګ په چاودنه کې ويجاړ شوی دی.
طالبان وايي، په دواړو پوستو کې يې له دولتي ځواکونو پنځلس ميله سپکې او درنې وسلې، دغه راز په زياته اندازه مهمات او نور پوځي توکي هم نيولي دي.
تر اوسه د دغه بريدونو او دولتي سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د هلمند ولايتي چارواکو تبصره نه ده کړې.



