د غزني پوليس وايي، چارواکي يې امتيازات شخصي جېبونو ته اچوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۶) د غزني ولايت ملي پوليس وايي، چې دوی ته په وخت خوراکي توکي او امتيازات نه ورکول کېږي، ټول يې د چارواکو له لوري شخصي جيبونو ته اچول کېږي.

ازادۍ راډيو د پوليسو له قوله ليکلي: چې د اندړ ولسوالۍ پوليسو ته له تېرو شپږو مياشتو راهيسې جامې، خوراکي توکي او هيڅ ډول اعاشه نه ده ورکول شوې.

د پوليسو په وينا، د دوی پر حقونو دولت سترګې پټوي او امتيازات يې د لوړپوړو چارواکو جېبونو ته ځي.

پوليس وايي، هر کال د ژمي په موسم کې پوليسو ته د يخنۍ وسايل، جامې، د بوټونو رنګ، وريژې، غوړي لوبيا او داسې نور مواد ورکول کېږي خو زياتوي چې دوی له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يواځې پټاټې خوري.

د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پوليسو ته د دولت له لوري نه پاملرنه او هغوی ته په وخت معاشونه نه ورکول پوليس دې ته مجبوروي چې د خلکو پر زورولو لاس پورې کړي، غلاوې وکړي او له سيمه ييزو خلکو په زوره پيسې واخلي.

خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د پوليسو دغه ډول ادعا ردوي وايي، هغه څه چې د دولت له لوري دوی ته ورکول کېږي، دوی يې هم بغير له ځنډه پوليسو ته ورکوي.

ويل کېږي، پوليسو ته پر وخت د معاشونو نه ورکول او هغوی ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي چې خپلې وسلې او مهمات وپلوري، څو خپل د اړتيا وړ شيان پرې پوره کړي.

تر دې مخکې د يو شمير نورو ولايتونو پوليسو هم ورته شکايتونه درلودل چې په وخت يې جنګي مهمات، جامې او اعاشه نه ورکول کېږي او ډيری امتيازات يې چارواکي خپلو جيبونو ته اچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button