د ژمي یخني او د زکام ناروغي
ډاکټر فصیح الله

د ژمي یخني او د زکام ناروغي
زکام یوه داسې ناروغي ده چې د کال د نورو موسمونو تر څنګ، د دوبي په سخته ګرمۍ کې هم انسان پرې اخته کېدای شي. ځینې وخت په ګرمۍ کې زکام دومره سخت شي چې له یوې خوا تنده او له بلې خوا زکام انسان د سر په خوږ هم اخته کړي. خو د ژمي موسم د زکام لپاره زیات عوامل له ځانه سره لري.
طبیبان وایي چې زکام د سلو مرضونو مور ده. له دې دا ثابته شوه چې کله انسان زکام شي او له یخو او غوړو خوراکونو پرهېز ونه کړي، انسان په ډول ډول مرضونو اخته کیږي.
څه وخت چې څوک د زکام په مرض اخته شي، لومړی باید له یخو اوبو او غوړو خوراکونو پرهېز وکړي، او هم باید له ګرد او غباره په مکمل ډول ځان وژغوري؛ د زکام پر مهال ګرد او غبار مریض ته زیات تاوان رسوي. د یو شمیر سمنټو فابریکو خاوندانو ویلي چې دوی اوس د بایوډاینامیک په نامه د سپین رنګ سمنټ جوړ کړی دی، چې کوټو او کورونو ته د ګرد غبار د ورتلو مخه نیسي او نه پرېږدي چې ګرد او غبار په کورونو او کوټو کې د استعمال تر شیانو پورې ورسېږي.د زکام د مریض لپاره پکار ده چې له ګرده ځان وژغوري او هم یخه هوا تنفس نه کړي.
دمخه به طبیبانو د زکام او سینې ناروغانو ته کورنۍ یوناني طب جوشانده جوړوله. اوس هم جوشانده د زکام لپاره تر نورو درملو ګټوره ده. که په دې یخ ژمي کې څوک په زکام اخته شي، په بازار کې په بېلابېلو نومونو جوشاندې شته، هغه دې واخلي. او یا دې په کور کې، په یو ګیلاس جوش شویو (ایشېدلو / ګرمو) اوبو کې سل ګرامه ګوړه، د خوراک یوه کاچوغه خاکشیر، نیمه کاچوغه تور چای واچوي؛ هغه چې لږ څه جوشانده سړه شي، د ایشېدلېهګۍ (په اوبو کې د پخې شوې هګۍ) له خوراک وروسته دې یې وڅښي. پزه او خوله دې پټه کړي؛ سهار به ان شاالله روغ رمټ وي.



