د افغان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډله نيوزيلنډ ته روانه شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۶) د افغان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډله د نولس کلنو په نړیوال جام کې د ګډون لپاره نيوزيلنډ ته روانه شوه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، له دې وړاندې هم افغان نولس کلنو لوبډلې ته روزنه ورکول شوې، خو په خبره يې په نيوزيلنډ کې به هم روزنه ورکړل شي، څو راتلونکي نړيوال جام لوبو لپاره يې ښه چمتووالی ولري.

د ورکړل شويو مالوماتو پر اساس د ۱۹ کلنو د کرکټ نړيوال جام کې شپاړلس هېوادونه برخه لري، چې د راتلونکي کال د جنورۍ په ديارلسمه نيټه په نيوزيلنډ کې پيل کېږي.

د افغان کرکټ نولس کلنو لوبډله د نړيوال جام په سياليو کې لومړۍ لوبه له پاکستان سره د راتلونکې کال د جنورۍ په ديارلسمه کوي، دوهمه يې د جنورۍ په اوولسمه له سريلانکا سره ده او درېيمه لوبه د جنورۍ په شلمه نېټه له ايرلنډ سره لري.

افغانستان له دې مخکې د پاکستان نولس کلنو لوبډلې ته د اسيايي جام په سياليو کې ماتې ورکړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button