واشنګټن: زرګونو کسانو د قدس پر وړاندې د امریکا د وروستۍ پریکړې پرضد لاریون وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۶ فریدافغان)
راپورونه وایي چې نن په واشنګټن کې زرګونو امریکایانو د سپینې ماڼۍ تر څنګ د امریکایي ولسمشر د هغې پریکړې برضد چې بیت المقدس ته به خپل سفارت لیږدوي او هغه یې د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومانه، پراخ لاریون ترسره کړ.
لاریون چې په امریکا کې د اسلامي سازمانونو په غوښتنه رابلل شوی و، بیلابیلو اسلامي او غیر اسلامي بنسټونو پکې ونډه اخیستې وه.
لاریونوالو له ځان سره د فلسطین ۵۰ متره جوړ شوی لوی بیرغ لیږداوو او په ځانګړیو بینرونو کې یې د ‹‹آزادفلسطین غواړو او داسرایلو اشغال دې ختم شي›› شعارونه ترسیم شوي و.
په امریکا کې د اسلامي سازمانونو عمومي منشي اسامه جمال نړیواله ټولنه د امریکا د دې اقدام پرضد اتحاد او یووالي ته راوبلله او په خپلو خبرو کې یې وویل ‹‹اسلامي نړۍ به هیڅ کله د خپلې لومړنۍ قبلې اشغال ونه مني››
د یادونې وړ ده چې د دسمبر په ۶ نیټه امریکایي ولسمشر بیت المقدس ته د خپل سفارت د لیږد داعلان ترڅنګ هغه رسماً د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه ومنله.
د دې پریکړې پرضد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پراخ لاریونونه وشول او په ترکیه کې د اسلامي هیوادونو لوی کنفرانس په دې اړه له امریکا څخه د خپلې پریکړې دبیرته اخیستلو غوښتنه وکړه



