دنړۍ پای (۶۵مه برخه)- د حضرت عيسی علیه السلام نزول –

عربی لیکنه : دکتور محمد العریفی
پشتو ژباړه : م، نجم الرحمن (فضلي)
د حضرت عيسی علیه السلام نزول
حضرت عيسی علیه السلام د الله تعالی له اوالعزم او مقربو انبياء کرامو او رسولانو څخه يو نبي او رسول دی، الله تعالی په دې خاصيت سره نازولی چې له پلار پرته يواځې له مور څخه يې پيدا کړی، د هغه والده ماجده حضرت سيده بي بي مريم د خپلې نيکي او زيات عبادت له امله يو ممتاز حيثيت لري.
الله تعالی جل جلاله فرمايي:
کُلَّمَا دَخَلَ عَلَیۡہَا زَکَرِیَّا الۡمِحۡرَابَ ۙ وَجَدَ عِنۡدَہَا رِزۡقًا ۚ قَالَ یٰمَرۡیَمُ اَنّٰی لَکِ ہٰذَا ؕ قَالَتۡ ہُوَ مِنۡ عِنۡدِ اللّٰہِ ؕ اِنَّ اللّٰہَ یَرۡزُقُ مَنۡ یَّشَآءُ بِغَیۡرِ حِسَابٍ ﴿۳۷﴾ ([1]).
ژباړه :
هر کله چې ننوت ديته زکريا په محراب (په عبادتخانه) کې نو موندل به يې له دې (مريمې) سره څه روزي (يعنې ميوې د ژمي په اوړي او ميوې د اوړي په ژمي کې) وويل زکريا اې مريمې ! له کومې راغلې ده تا ته دا ميوه؟ وويل مريمې زکريا ته چې دا روزي له طرف د الله ده ؛ بيشکه چې الله روزي ورکوي هغه چا ته چې اراده وفرمايي (د روزي ورکولو يې ډيره پريمانه) (بېحسابه).
حضرت زکريا علیه السلام د بي بي مريم لپاره په مسجد کې يوه عمده برخه خاص کړه، کومې ته چې له بي بي مريم پرته بل چا ته د ننوتو اجازه نه وه، مريم شپه ورځ په دې حجره کې په عبادت کې مصروفه وه، کله به هم چې د خدای تعالی نبي زکريا علیه السلام د عبادت دې ځای ته ورغی نو له بي بي مريم سره به بې موسمه ميوې وې، هغه ورته وويل (اَنّٰی لَکِ ہٰذَا ؕ) اې مريم ! دا بې موسمه ميوې له کومه راځي؟ سيده بي بي مريم په ځواب کې وويل (ہُوَ مِنۡ عِنۡدِ اللّٰہِ ؕ) دا د الله له لوري څخه دي (اِنَّ اللّٰہَ یَرۡزُقُ مَنۡ یَّشَآءُ بِغَیۡرِ حِسَابٍ) الله تعالی جل جلاله چې چا ته وغواړي بې حسابه رزق ورکوي.
يو ځل داسې وشول چې فرښتې راغلې او بي بي مريم ته يې خوشخبري ورکړه، الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَ اِذۡ قَالَتِ الۡمَلٰٓئِکَۃُ یٰمَرۡیَمُ اِنَّ اللّٰہَ اصۡطَفٰکِ وَ طَہَّرَکِ وَ اصۡطَفٰکِ عَلٰی نِسَآءِ الۡعٰلَمِیۡنَ ﴿۴۲﴾ یٰمَرۡیَمُ اقۡنُتِیۡ لِرَبِّکِ وَ اسۡجُدِیۡ وَ ارۡکَعِیۡ مَعَ الرّٰکِعِیۡنَ ﴿۴۳﴾ ([2])
ژباړه :
او ياد کړه اې محمده !هغه وخت چې وويل فرښتو، يعنې (جبريل) اې مريم ! بيشکه چې الله غوره کړې يې ته (په کرامت او عبادت) او پاکه کړې يې ته (له بدو اقوالو، افعالو او احوالو څخه) او غوره کړې يې ته په ګردو ښځو د عالميانو (يعنې پر ښځو د زمانې خپلې) ، اې مريمې فرمان برداره شه (ولاړه شه بندګي کوه) لپاره د رب خپل؛ او سجده کوه ! او رکوع کوه ! له نورو رکوع کوونکو سره (له نورو لمونځ کوونکو سره په جماعت لمونځ کوه):
الله تعالی بيان کړه چې فرښتو مريم ته د دې خبرې خوشخبري ورکړه چې الله تعالی دا وخت هغه د زمانې له ټولو ښځو څخه په اعلی مقام باندې فائزه کړې ده او يو هلک به يې پيدا کيږي کوم به چې نبي وي او دا خوشخبري يې ورکړې ده:
وَ یُکَلِّمُ النَّاسَ فِی الۡمَہۡدِ وَ کَہۡلًا وَّ مِنَ الصّٰلِحِیۡنَ ﴿۴۶﴾ ([3])
ژباړه : او خبرې به کوي له خلکو سره په مهد (د مور په غيږ يا په زانګو يا په طفوليت کې) او په کهولت (پوره عمر) کې او له صالحانو څخه به وي.
يعنې هغه به په کوچنيوالي کې د الله وحده لا شريک لوري ته خلک دعوتوي، همدا شان په لوی والي کې به هم خلک د الله تعالی د عبادت لوري ته را بولي، حضرت سيده مريم ته د ډير عبادت، اطاعت او د کثرت سجود حکم شوی وو تر څو چې د عزت مستحقه جوړه شي او د دې لوی نعمت شکر اداء کړي، الله تعالی ترينه راضي شو، په هغې يې رحم وکړ او د هغې په والدينو يې هم رحم کړی.
حضرت انس رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
حسبك من نساء العالمين مريم ابنة عمران و خديجة بنت خويلد و فاطمة بنت محمد ([4]).
ژباړه :
د ټولې دنيا په ښځو کې څلور ښځې بهترينې دي، (۱) مريم بنت عمران (۲) آسيه زوجه فرعون (۳) خديجه بنت خويلدا (۴) فاطمه بنت محمد صلی الله علیه وسلم ، کله چې فرښتو حضرت مريم ته خوشخبري ورکړه چې الله تعالی غوره کړې او هغه به يو داسې اولاد ورکړي کوم به چې د عزت څښتن، پاک، معزز او محترم نبي وي، همدا شان به يې په معجزاتو سره مرسته او تاييد هم وکړي، د دې خبرې په اوريدو مريم ډيره په تعجب کې شوه او هغه دا چې له پلاره پرته څنګه اولاد پيدا کيدلای شي، د هغه ميړه نشته نو اولاد به يې له کومه شي، فرښتو هغې ته وويل : الله تعالی په هر څه قادر دی، هغه چې کله کوم کار ته اراده وکړي نو فقط چې دومره ووايي چې شه نو هغه به کيږي.
مريم دې ته ځان تسليم کړ، د الله تعالی لوري ته متوجه شوه او د هغه د حکم منلو ته سپر شوه، هغې ته اندازه لګيده چې په دې کار کې به هغه له لوی ازمايښت سره مخامخ شي، خلک به د هغې په باره کې رنګا رنګ خبرې کوي، ځکه چې هغوی له حقيقت څخه نا خبره دي او پرته له سوچ او فکر څخه د هغوی نظر به يواځې په ظاهري حالاتو باندې وي، مريم به له مسجد او د خپل عبادت له ځای څخه يواځې په خپلو ماهواري ورځو کې د باندې وتله يا به هغه وخت وتله کله به چې له مسجد څخه د باندې د اوبو او غذا راوړو کوم ضرورت پيښ شو.
يوه ورځ هغه د داسې کوم ضرورت په بنياد له مسجد څخه ووتله، الله تعالی بيان کوي إِذِ انتَبَذَتْ کله چې په څنګ شوه (ولاړه) له کورنۍ خپلې هغه ځای ته چې د کور په شرقي ډډه کې ؤ، نو په عين همدې وخت کې الله تعالی د هغې لوري ته جبريل امين وليږه فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا نو ځان يې جوړ کړ دې ته سړی کامل، کله چې د مريم په هغه سترګې ولګيدې نو بې اختياره يې وويل إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَن مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا بيشکه زه پناه غواړم په رحمن له تا نه که يې ته پرهيزګار (نو له ما څخه په ډډه شه) يعنې که ته له الله څخه ويره لرونکی او متقي انسان يې نو زه چې په څه ستا له شر څخه پناه غواړم، د هغه لحاظ وکړه او له دې ځای څخه ولاړ شه، فرښتې مريم مخاطب کړه او ورته وې ويل إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لأَهَبَ لَكِ غُلاَمًا زَكِيًّا بيشکه همدا خبره ده چې زه را ليږل شوی د رب ستا يم د پاره د دې چې وبښم تا ته (په امر د رب ستا) يو هلک صالح (له ګناهونو پاک) يعنې ونه ويريږې : زه کوم بشر نه يم، بلکه د الله فرښته يم، زه الله ستا لوري ته را ليږلې يم تا ته د يوه پاک هلک درکولو ته راغلې يم قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلاَمٌ وويل بي بي مريم (له ډيره تعجبه) څرنګه به پيدا شي ما ته زوی؟ يعنې د زوی پيدا کولو چې کوم ظاهري اسباب دي هغه خو له ما سره نشته وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا حال دا چې نه دی رسيدلی ما ته هيڅ بشر (په نکاح) او نه وم زه هيچيرې بد کاره، يعنې نه واده شوې يم او نه زه د کومې بې حيايي مرتکب يم قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ نو وويل جبريل مريمې ته کار همداسې دی لکه چې ته وايي، ليکن فرمايلي دي رب ستا دغه کار په ما باندې اسان دی، يعنې فرښتې د هغې د تعجب ليرې کولو لپاره وويل: دا د الله وعده ده چې له تا څخه يو هلک پيدا کويهُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ يعنې دغه کار د هغه لپاره ډير اسان او معمولي دی، ځکه چې هغه په هر شي باندې قادر دی او فرمايي وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِلنَّاسِ او چې وګرځوو مونږ دغه (هلک) لويه علامه دليل (د کامل قدرت) د پاره د خلکو، يعنې د دغه ماشوم پيدايش په انواعو او اقسامو سره د مخلوق په پيدا کولو کې په خپل قدرت باندې يو دليل جوړه وي.
الله عز وجل :
آدم علیه السلام له سړي او ښځې پرته پيدا کړی.
حوا يې له ښځې پرته يواځې له سړي پيدا کړې.
عيسی علیه السلام يې پرته له سړي له ښځې پيدا کړی.
پاتې نور ټول انسانان يې له سړي او ښځې دواړو څخه پيدا کړي.
الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَ مَرۡیَمَ ابۡنَتَ عِمۡرٰنَ الَّتِیۡۤ اَحۡصَنَتۡ فَرۡجَہَا فَنَفَخۡنَا فِیۡہِ مِنۡ رُّوۡحِنَا ([5]).
ژباړه :او په مثل بيان کړی دی الله د مريمې لور د عمران هغه چې ساتلی يې وه ځای د شهوت خپل (له نکاح او سفاح څخه) نو ومو پوکل په ګريوان د هغې کې له روح خپل څخه.
يعنې جبريل امين علیه السلام د مريمې په ګريوان کې پوکړل په کوم سره چې هغه فورا حامله شوه، الله تعالی جل جلاله فرمايي:
فَنَفَخۡنَا فِیۡہِ مِنۡ رُّوۡحِنَا
ژباړه :
نو ومو پوکل په ګريوان د هغې کې له روح خپل څخه.
مخته الله تعالی جل جلاله فرمايي:
فَحَمَلَتۡہُ فَانۡتَبَذَتۡ بِہٖ مَکَانًا قَصِیًّا ﴿۲۲﴾ ([6]).
ژباړه :
پس حامله شوه مريمه په دغه (عيسی) سره نو په څنګ شوه سره له دغه عيسی يو ځای ليرې ته.
دا ځکه چې سيده مريم چې کله حامله شوه نو سخته پريشانه شوه، هغې ته علم وو چې خلک به د هغې په باره کې د بهتان خبرې کوي، کله چې په هغې باندې د حمل نښانې ظاهرې شوې نو هغه له خلکو پټه شوه او له هغوی څخه کناره شوه او په يوه ليرې ځای کې يې اوسيدل غوره کړل.
[1] – آل عمران، آية : ۳۷.
[2] – آل عمران، آية : ۴۲ – ۴۳.
[3] – آل عمران، آية : ۴۶.
[4] – جامع الترمذي، المناقب، حديث : ۳۸۷۸، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۴/ ۱۳، حديث : ۱۵۰۸.
[5] – التحريم، آية : ۱۲.
[6] – مريم، آية : ۲۲.



