د فلسطین ولسمشر محمود عباس له قطر څخه لیدنه کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۶ فرید افغان)

د امریکا له خوا بیت المقدس ته د سفارت د لیږد له اعلان وروسته د فلسطین ولسمشر په یوه رسمي سفر قطر ته رسیدلی دی او دهغه هیواد له چارواکو سره یې د قدس سربیره په یولړ مهمو مسائلو خبرې کړې دي.

محمود عباس د دې رسمي سفر په ترڅ کې د فلسطین په خاوره کې د وروستیو تحولاتو په اړه له قطري چارواکو سره غږیدلی دی.
نوموړي د قطر د بهرنیوچارو له وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او په غزه کې د رغنیزو چارو د قطري رئیس محمد العمادي سره کتلي دي.
عباس د فلسطیني ادارې د ستونزو او د قدس پر وړاندې د امریکا او اسرایلو د تجاوز په هکله د قطري چارواکو پاملرنه غوښتې ده.

عباس داسې مهال له قطر څخه لیدنه کوي چې ټاکل شوې ده د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د دیسمبر په ۲۰ د را روانې چهارشنبې په ورځ بیت‎المقدس ته سفر وکړي.
د فلسطین د فتح ګوند تیره ورځ له ټولو فلسطینیانو وغوښتل چې قدس ته د امریکا د مرستیال ولسمشر د سفر په لړ کې پراخ اعتراضي لاریونونه وکړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button