الله عزوجل ولې مونږ ته عذاب راکوي پداسې حال کې چې قدر قضاء کې الله لیکې وي چې مونږ به ګناه کوو!؟

لیکوال : فـرمان الله نجرابوال

قدر او قضاء چې د ایمان شپږم رکن څخه شمېرل کیږي د قدر،قضاء بحث ډېر پېچلې ده نو اړینه چې پدې بحث کې پرته له ژورې مطالعې جر وبحث و نه کړو کنه نو خداناخواسته ځان به مو د جهنم تر کندو رسولی وي.

مونږ ټول مسلمانان دا ایمان لرو چې الله سبحانه وتعالى هر څه لیکلي دي یانې مسلمان چې ښېګنه کوي كه بدۍ كوي دا هر څه د الله عزوجل د قدر او قضاء پر آساس ترسره کیږي , ډېر ځلې ځېنې مسلمانان یا غیر مسلم دا ډول پوښتنې کوي چی کله الله عزوجل چې هر شی دده د قدر قضاء پر اساس کیږي ,لکه دغه ځوان به ډېر نیک إنسان وي او دغه بل ځوان به یوبدکاره إنسان وي, یاد دا ځوان به قتل کوي یا به غلا, یا به نیک کارونه کوي , یا به جنت ته لاړ شي يا دوزخ..

کله چې دا هر څه ټول په قدر کې لیکلي وې پدې کې زمونږ کوم اختیار نشته ؟ دا حسابي او پوښتنه به له چا کیږي؟پداسې حال کې چې قاتل څوك وژني ,دا خو الله عزوجل په قدر کې لیکلې و چې قاتل به قتل كوي.نو کله چې قاتل قتل وکړ ددې مسؤل څوک دی قاتل که الله عزوجل؟

الله عزوجل مسؤل دی نو ولې قاتل ته عذاب او جهنم ته ځي؟

دا پورته پوښتنه یو منطقي او سالمه پوښتنه ده چې ځواب یې ډېر آسان دی البته که دالیکنه مو تر پایه ولوسته.

ځواب دادی: چې تاسو پوهېږئ د قدر قضاء په مانا چې , الله سبحانه د هر څه لپاره قدر ټاکلی دی , دبېلګې په ډول د یو چا د زېږون ځای د زېږون نېټه , د مړ کیدو نېټه او ځای د وفات او داسې نور . . .

يقول الله في القرآن في سورة الإسراء, السورة رقم 17, الآية 14)) كُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ ((

آن تردې چې د زېږون هغه شېبه چې څه وخت به ماشوم پیدا کیږي ، صالح به وي که غیر صالح , جنتي به وي كه دوزخي الله سبحانه وتعالى عِلم الغيب لري پدې هر څه باندې علم الغیب لري .

زه یو مثال ستاسو درنو لوستونکو ته مخ ږدم :

یوه مدرسه ده پدې کې ۱۰۰تنه زدګړیالان/شاګردان دي چې دې ټولو ته پوره کال یو ښوونکی درس ورکوي , دغه ښوونکی د ازموېنې د اخېستو نه وړاندې پدې پوهېږې چې دغه اول زدکوونکی به په ازموېنه کې اول نمره وي دا دوهم زدکوونکی به دوهم نمره وي, دا درېم زدکوونکی به ناکام کیږي ..

نو کله چې د ازموینې وخت را ورسېد او ښوونکی له خپلو زدګړیالانو ازموېنه واخېسته , د پایلې او نتېجه کې هغه اول زدکوونکی اول نمره دوهم زدکوونکی دوهم نمره او درېم زدکوونکی پاتیالی او ناکام شو.

اوس دلته پوښتنه داده چې ایا دا ناکام زدکوونکی نېوکه او اعتراض کولی شې چې نومړی د ښوونکي پوهېدل پدې باندی چې دغه دریم زدكړیال/شاګرد به ناکام کیږي ؟
دلته زدکړیال/شاګرد ملامت دی که ښوونکی ؟

ښکاره ده چې دلته زدكړیال/شاګرد ملامت , ښوونکی پدې پوهېده چې دا دریم زدکوونکی ټوله ورځ یی کرکیټ کاوه او ټوله ورځ یې فیسبوک کوت .. او دغه دوهم نمره زدكړیال/شاګرد لږ ګزاره کوي که کرکېټ کوې که فیسبوک کاروې خو د هر څه لپاره مهال وېش لړې.. او دا اول نمره زدكړیال/شاګرد با استعداده او لایق دی ډېر زیار باسې په خپلو درسونو کې.

ښوونکی د پایلو د اعلان څخه دمخه پوهېدو چې دا یو زدکوونکی په اول نمره دوهم به دوهم نمره او درېم به ناکام شې,

دغه راز ښوونکی ټولو زدکوونکو یو ډول درس ورکوي,نو دا ډول الله سبحانه وتعالى عِلم الغيب لري او په راتلونکې باندې بشپړ علم لرې

.
نو الله عزوجل دشیانو تقدیر کړی دی , مثلاً, د یو چا پیدایش په یو ښار کې په یو نېټه کې دغه راز دا به په دغه ښار کې وفات کېږې، په کوم ښار کې به ژوند کوې داټول الله عزوجل لیکلي دي,خو ددې ټولو اختیا د إنسان په لاس کې دی د بېلګې په ډول: کله چې یو زدکوونکی له دولسم ۱۲ ټولکې څخه فارغ شي نو د زدکوونکی خپل اختیار په خپل لاس کې دی چې غواړې انجینر شې یا ډاکتر دا ټول اختیار د زدکوونکی په لاس کې دی.

کله چې یو زدکوونکې د طب پوهنځی غوره کړ ، دی غواړې چې راتلوونکې کې ډاکتر شې , الله جل جلاله پدې علم درلود چې دا زدکوونکی روسته له ۱۲کلنۍ دورې به دطب پوهنځی غوره کوي او په قدر کې هم دا ډول پرېکړه شوې وه. نو ځکه زدکوونکی کوم بل رشته غوره نه کړه.

نو اختیار زدکوونکی ته دی چې هر پوهنځی ځانته انتخابوي ,خو الله عزوجل پدې علم لري چې زدکوونکی به کوم پوهنځی غوره وي .

يوه بله بېلګه هم ولولئ :

یو ځای پنځه بیلا بېلې لارې دي.اوله لاره دوهم لاره درېمه لاره څلوره لارمه . اختیار تاته شته چې په هره لاره ځې لاړ شه, په اوله لاره دوهمه لاره دریمه څلورمه لاره پنځمه لاره. که داسې فرض کړو چې تا دوهم لاره غوره کړ نو دا تاته په قدر کی لیکل شوې و چې ته به دوهمه لاره انتخابوي ,درېمه او څلورمه پنځمه لاره به نه انتخابوې ځکه الله عزوجل تاته په تقدیر داسې لیکلي و ځکه تا دانتخاب کړ .ځکه تاته اختیار درکول شوی په ژوند کې, یا د ښو کارو کې لکه حلال- .. یا په بدو کارو کې لکه حرام- ددې ټولو اختیار تاته درکول شوی دی.

اوس چې یو څوک غلا کوي, خو الله عزوجل علم لرې او پوهېږي,چې فلانکی به غلا کوې , ځکه الله جل جلاله په قدر کې لیکلې دي چې فلانی غل به په ۲۵کلنۍ کې غلا کوي. اوس څوک ملامت؟..

غل ملامت دی. خو الله عزوجل عِلم الغيب لري,نو ځکه الله عزوجل دده “غل”په تقدیر غلا ولیکله.اختیار غل ته دی ځکه الله عزوجل انسان ته آزاده ارادة ورکړې ده.

دا ناشونې چې الله -سبحانه وتعالى ملامت شي د غله په غلا کله چې جهنم ته ورداخل شې, د غلا جهنم ته داخېل دده د ناوړه عملونه له امله, اوکله چې غل جنت ور داخل شې نو داده دالله عزوجل خپله مهربانې ده.

والله أعلم وعلمه أتم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button