سرچینې: عطانور له دندې ګوښه شوی او پرځای یې بل والي ټاکل شوی دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۶ فرید افغان)

د ایراني رسنیو د خبر تر مخه د بلخ والي او په شمال کې د حکومت تر ټولو ستر مخالفه څیره جنرال عطامحمدنور د بلخ له ولایت څخه ګوښه شوی دی.
د تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې، ارګ د بلخ ولایت ته د عطانور په ځای «انجنیر داوود» د والي په توګه ټاکلی دی.
په پام کې ده چې نور به له ولایت وروسته د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته د رباني په ځای وټاکل شي .

بلخوا د بلخ والي دحکومت، بهرنیانو او دجمعیت ګوند دځینو چارواکو له غوښتنې سره سره لا هم دې ته نه دی اماده چې په خپله خوښه څوکۍ پریږدي.
دا اقدام داسې مهال ترسره کیږي چې تیره ورځ د جمعیت ګوند ګواښ کړی و چې د ولسمشر په ګډون هیڅ مقام نه شي کولی چې عطانور د بلخ له ولایت څخه ګوښه یا تبدیل کړي.
د یادونې وړ ده چې، څو ورځې کیږي د صلاح الدین رباني په مشرۍ یو پلاوی د بلخ له والي سره په دې اړه په خبرو بوخت و، خو داسې ښکاري چې هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې.
تسنیم اژانس ته یې سرچینو ویلي چې که د بلخ والي د حکومت پریکړه ونه منله ښایي د اجرایه ریاست یې په اړه له نورو لارو کار واخلي.
تر اوسه د جمعیت ګوند، ارګ او د اجرایه ریاست په دې اړوند څه نه دي ویلي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button