ګلاس وغورځېد او مات شو

ټولونکی : عبد الله صدیقي

لاس نه يې د شېدو ګلاس وغورځېد او مات شو، زوی ورباندې غوصه شو او د هغې مخې ته یې چیغې وکړې چې دا دې څه وکړل‌؟ او زوی په غصه کې له کوټې ووت.
مور یې یو کوچنی خط ورته ولیکه.
کله چې یې زوی بیرته راغی ویې لیده چې مور یې په څوکۍ ویده ده او د هغې په سینه باندې یوه قطعه خط پروت دی.

مور یې هغه کې لیکلي و : زما زویه، زما د زړه سره او دسترګو توره! زه معذرت غواړم چې ستا کوټه کې زما د لاسه ګلاس وغورځېده، زه بوډۍ شوې یمه، لاسونه مې لړزېږي، ډوډۍ رانه په سینه غورځي، اوس زه د پخوا په شان ښکلې نه یمه او نه مې اندامونو کې طاقت پاتې دی؛ نو ما مه ملامته وه.
زه اوس دومره کمزورې شوې یمه چې خپلې جامې هم یوازې نه شم اغوستلی، نو ته زما سره مرسته کوه او زما پښې دومره کمزوري شوي چې تر تشنابه نه‌شم تللی، نو زما لاس نیوی کوه،

هغه وخت در یاد کړه چې ته وړوکی وې او ما به ستا لاس نیولو چې په خپلو پښو ودرېږې.

زما دکمزورې حافظې او د خبرو د ځنډېدو نه مه ستړی کېږه.کله چې ته وړوکی وي او تا خندل زه به ورته ډېره خوشحالیدمه اوس ما د خپلو خنداګانو نه مه بې برخې کوه.

زه د مرګ انتظار کوم ! کله چې ته پیدا کېدې زه له تاسره وم، اوس چې زه مړه کېږم ته له ماسره پاتې شه!
خپلو میندو سره ښه اخلاق او رویه کوئ .یا الله زموږ د ټولو میندې جنتیانې کړې. امین

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button