سره میاشت: اسرایلي عسکرو په فلسطینیانو ویر جوړ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۷ فرید افغان)
د راپورونو ترمخه، وروسته تر هغه چې امریکا بیت المقدس د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه تایید کړ، د لاریونونو په ترڅ کې سلګونه فلسطیني وګړي نیول شوي دي.
د فلسطین د سرې میاشتې اداره وایي؛ له تیرې اونۍ را په دیخوا تر اوسه شاوخوا ۴۳۰ تنه فلسطینیان په قدس او نوروسیمو کې د اسرایلي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د بندیانو له ډلې یې ۲۳۱ تنه کوچنیان او ۹ تنه هم ښځې دي.
په همدې موده کې ۳۴۳۱ تنه په مخامخ ډزو، ربړینو ګولیو او یا هم د اوبلن ګاز له امله ټپيان شوي دي.
پر دې سربیره، تر اوسه تر ۱۰ ډیر فلسطینیان د اسرایلي عسکرو په بریدونو کې وژل شوي .
ولسمشرټرمپ د دسمبر په ۶ بیت المقدس ته دخپل سفارت د لیږد داعلان ترڅنګ هغه د اسرایلو دپلازمینې په توګه هم ومانه.
ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم له قدس څخه لیدنه وکړي چې اټکل کیږي د لاریونونو لړۍ به ورسره لاتونده شي .



