(کابل ټکی کام : ليندۍ ۹ مه ۱۳۹۴ ل)
له کندهار ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ، چې ددغې ولسوالۍ اړوند بند تيمور سیمه کې لشکرګاه ته په غځيدلي سړک د افغان پولیسو په کتار طالب وسلوالو بريد کړی چې مرګ او ژوبله يي اړولې .
خبرځای وايي چي بريد څو ساعته دوام وکړ او دواړو لوریو سپکې او درنې وسلې وکارول شوې.
دغه راز خبر زیاتوي چې په دغه نښته کې یو کرولاموټر، یوه شوبله ، یو رینجرموټر او یو کرینګ په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې دافغان پولیسو ته يې درنه مرګ او ژوبله اړولې او د ۳ تنو پولیسو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پراته دي .
بدرالدين ځواک
















