کابل ټکی کام ۰۸لېندۍ/۱۳۹۴، فرید احمد
د امریکا د سفارت د خبر پاڼې د خبر له مخې چې «مونږ داسې کره لاسوندونه تر لاسه کړي دي چې په راتلونکو ۴۸ساعتونو کې به په کابل کې برید ترسره شي.»
سفارت د داسې ترینګلو شرایطو پر اساس پر امریکایي ځواکونو غږ کړی دی چې تر څو د کابل په ښار کې د ګرځېدو څخه ډډه وکړي او په لوړه درجه امنیتي تدابیر ونیسي.
سفارت پخپله خبر پاڼه کې د برید ځای او بڼه نده په ډاګه کړې او نه يې دا ویلي چې د برید موخه به څوک وو.
دسیاسي چارو کارپوه سعید کریمي پدې اړه وايي: دا څووم ځل دی، چې امریکا دا ډول خبرونه خپاره کوي او د ښاریانو ذهنونه مغشوش کوي، دوی باید له امنیتي ځواکونو سره پدې برخه کې مرسته وکړي او پټ معلومات ورسره شریک کړي.
دا هم داندېښنې وړ خبره ده،چې سفارت خبریږي او افغان امنیتي ځواکونه دا ډول خبرپاڼې او اعلامیې ډیرې پوښتنې راپورته کولای شي.
















