آيا اشرف غني به د مخالفينو د حذفولو په سياست کې بريالى شي؟

تبصره

اشرف غني چې پر خلاف یې د مخالفت بازار په يو شمېر ولاياتو کې ګرم شو، د واليانو په ګوښه کولو یې پېل وکړ. په دې برخه کې یې ځينې پرېکړې د احساساتو له مخې وکړې. که څه هم يو څه هڅه یې وکړه، خو وروسته یې نه خپل احساسات مهارولای شول او نه یې پر خپلو احساساتو د پښېمانۍ اعتراف کولاى شو.

اشرف غني غوښتل د خپلې ښې حکومتولۍ په خاطر يو شمېر واليان او نور لوړ رتبه اشخاص له دندو ګوښه کړي. خو دې عمل ورسره په ښه حکومتولۍ کولو کې مرسته ونه کړه، بلکې پر خلاف یې نور مخالفين هم پيدا شول، او دغه  د ناسمې حکومتولۍ ناورين ورځ په ورځ مخ په زياتېو شو.

دا به ومنو چې د ښې حکومتوالۍ په هدف د والیانو لیرې کول او انتصاب د اشرف غني  له واکونو ګڼل کېږي، خو که چیرې یې په دې برخه کې پرېکړې د احساساتو له مخې ونيولې، اشرف غني ته به ستونزې نورې هم پسې زياتې کړي.

Image result for ashraf ghani atta noor

اشرف غني تېر کال د مخالفینو د حذفولو سیاست خپل کړ او په دې توګه غواړي د مخالفتونو مخه ونیسي؛ خو په مقابل کې یې مخالفتونه نور هم پسې زيات شول. په شمال ډاډه اشرف غني کېداى شي له شمال سره په مخالفتونو له واکه لاس پر سر شي.

اشرف غني هم دا منلې ده چې عطا محمد نور په شمال کې د سياسي ځواک خاوند دى او ورځ په ورځ یې د ګوند په کچه ملاتړ زياتېږي. که د ده ملاتړ مصنوعي هم ياد کړو، عطا نور ته یې پوره ډاډ ورکړی دی، ځکه د ارګ پرېکړې ته سالمه پرېکړه نه وايي او تر خپلو شرطونو پورې یې محدودوي.

اشرف غني چې په شمال کې دوستم او عطا نور دوه مخالفين  ولري، دا دواړو په شمال کې سياسي او اقتصادي ځواکمنتيا لري. که غني  دا ډول پرېکړې خپله سياسي لاسته را وړنه وبولي نو دا لاسته راوړنه ورته په سخت مخالفت هم تمامېداى شي.

د جمعيت ګوند، چې اشرف غني به پکې يو وخت د خپلو يارانو شمېر کاوه، اوس یې د هغو يارانو د نور مسئله  دومره له حکومت زړه وټکېده چې د نور په اړه پرېکړه غير قانوني ګڼي  او نور ته یې دومره جرئت ورکړ چې وايي: د پخوا په څېر والي یم، نړیواله ټولنه او افغان ځواکونه دې مداخله نه کوي.

 د تيرې دوشنبې له ورځې چې په ارګ کې د عطانور د لیرې کولو پرېکړه شوې ده، په شمال کې یې د جمعيت له ګونده علاوه يو شمېر نور شمالي سياستوال را پارولي دي. په پټه د عطا نور ملاتړ یې څرګند شو. په حکومت کې له پیله تراوسه دومره درزونه نه وو ليدل شي لکه اوس چې د شمال او حکومت تر منځ د نور د لیرې کولو پر سر وليدل شول.

که اشرف غني په دې مسئله کې له زوره کار واخلي نو عطا محمد نور هم ورته بډې راوهلې دي. شمال به د کمونستي رژيم د وروستي غلام نجيب او دوستم ياد را تازه کړي. که اشرف غني له موجوده بحرانه ځان باسي، نرمښت ته به غاړه ږدي، او کنه، نور په زغرده ويلي کله یې چې له ارګ سره مذاکره کوله، ارګ ته د ډاډ ورکولو لپاره یې خپله استعفا لیکلې وه، خو وايي: حکومت چې په خپلې ژمنې وفا ونکړه، د هغه ورکړل شوې استعفا هم باطله ده.

اوس به وليدل شي چې اشرف غني د خپلو سياسي مخالفينو په حذف کولو کې بريالى کېږي او که په دوه لومې کې به نښلي. سياسي حالاتو ته په کتو سره، اوس د اشرف غني په دوه لومو کې د نښتلو وخت رالنډ شوی دى.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button