حوثي ملیشو پر سعودي عربستان د بالیستیک توغندي برید وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۷ فریدافغان)
راپورونه وایي چې حوثي ملیشو د سعودي په پلازمینه د ریاض ښار په یمامه سیمه کې د پوځ په یو مرکز د بالیستیک توغندي برید کړی.
رویټرز اژانس ویلي د بالیستیک توغندي غږ دومره لوړ و،چې په ټول ریاض کې اوریدل شوی دی.
په یمن کې د انصارالله ډلې ویاند منلې چې د «برکان اچ 2» په نامه بالیستیک توغندی یې د ریاض په یمامه ماڼۍ توغولی دی.
د سعودي الاخباریه خبري شبکې ویلي چې توغندۍ توغول شوی خو د سعودي دفاعي ځواکونو په هوا کې خنثا کړی دی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم حوثي ملیشو د سعودي په جازان ښار کې د سعودي ځواکونو پر یوه مرکز د بالیستیک توغندي برید کړی و.
په امنیت شورا کې د امریکا استازې نیکي هیلي یاد توغندی د ایران ساخت بللی و خو ایران یې خبره رد کړې وه



