علماء: له اسرائیلو سره د هرډول اړیکو پالل شرعاً حرام دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۷ فرید افغان)
د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ د علماؤ، روحاني شخصیتونو، د اتحادیو استازو او د اسلامي موسساتو په ګډون ۳۶ هیئتونو په یوه منشور کې له یهودی رژیم سره د اړیکو هر ډول پالل ناروا او حرام بللي.
دا منشور چې ۴۴ بندونه او څو برخې لري د اسلامي نړۍ ۳۰۰ علماؤ تائید کړی او د ‹‹ امت د علماؤ منشور›› په نامه یې منلی دی.
په دې منشور کې تاکید شوی چې د اسرایلو د تولیدات کارول، هغوی ته صادرات کول او له دې هیواد سره د هر ډول سیاسي، اقتصادي،او فرهنګي اړیکو پالل له دې کبله ناروا دي چې د فلسطین د مسلمان ولس په زیان دي.
په منشور کې ذکر شوي عنوانونه عبارت دي له؛ ‹‹صهونیستي رژیم او د هغه شرعي او قانوني حکم،د اړیکو رغول پداسې حال کې چې دمسلمانانو قبله یې اشغال ده، هغه کړنلارې چې له مخې یې روابط عادي کیدی شي، له یهودو سره د عادي اړیکو د پاللو زیانونه، هغه هدفونه چې د روابطو په غیر عادي کولو کې نغښتي دي او……››
د اسلامي نړۍ علما داسې مهال دا فتوا صادروي چې سعودي او بحرین ویلي چې له اسرایلو سره په عادي بڼه ستراتیژیکې اړیکې لري او ټینګار یې کړی چې د قدس مسئله به دا اړیکې خړې نه کړي.
د یادونې وړ ده چې؛ څو ورځې وړاندې د مصر علماؤ هم ویلي و چې د هر ډول امریکایي او اسرایلي توکو واردول حرام دي.



