
مشــــــــــــرباید څـــــــــــــرنګه ا وڅـــــــــــوک وي ؟
لیکوال. مولوی فیض محمد اغا
ترټو لومخته باید داووايوچي هر انسان ته دري شیان محترم دي لکه عزت شهرت دولت اودغه دري واړه په مشرتوب کي پیداکیږي او دمشر توب ددوام دپاره بیا دري شیان ضروری دي علمیت شجاعت سخاوت
دمشر دپاره مهمه ده چي عالم وي ځکه چي الله ج دطالوت اوجالوت په قصه کي ورته وویل چي طالوت مشر کړۍ ځکه /بسطة في العلم والجسم/ ازروئ علم او جسد لوی دي
اوبل اعلي نسب هم ډیر رول په کی لوبولی شی ځکه چي رسول الله ص کله وفات شو نو دانصارو اومهاجرو په مینځ کي په خلافت اختلاف راغلۍ نو یو انصاري ولاړشو چي مادرسول ص څخه اوریدلي چي /الامة من قریش/ امامت دقریشو دۍ دقریشو اعلي نسبیت درسول په قرابت کی وه او مولانا شاولی الله رح وائي چي هره معامله کو ي داعلی نسب والا سره کوه په شرط ددي چي څلور پیړۍ شریفه تیر شوی وي
مشرباید دډیر سن والا شخص وي ځکه انبیاء اکثره په څلویښت کلني کي دنبوت فیض ورکول کیدۍ اولږ سن والاکه دهیواد اوملت سره دومره محبت وکړي چي دخپل اولاداو ټبر محبت ورته قرباني کړي هغه که دلږ عمر وی هم د مشرتوب حق پیدا کوي اودبابا توب مقام اومنزلت مومي لکه احمدشاه چي دپنځه ویشت کلو زلمۍ وه دټولو پښتنو بابا شو اودډهلي په تخت کښینسټۍ اودملت اوهیواد میني ده ته شهنشاهي ورکړه اوپه سپین ږیرو کي که د حاجي میرخا ن غوندي تدبیر او مړانه وکړي بیا هغه میرویس نیکه ځندي جوړیږي البته مشر باید دخپل اولس په څنګ واوسیږي چي خواژه اوتر خه په ګډه سره وخوري
اودا چي بعضي مشران وائي زه باید محفوظ ځای کي واوسیږم څکه چي زما په غیاب کي ددي قوم دلارښوني څوک نشته داهسي بهانه ده هر سړۍ په پوهیږي اودقوم دمشري څخه ئي هم لاسونه لنډیږ ي
او بل سخاوت دۍ چي مشر باید په مهمان خانه کي ستر خوان ولري او دخلګو دنیوي مشکلات څه ناڅه ورحل کړي اوبل شجاعت دۍ چي مشر باید دلاوره او شجاع وي شجاعت هغه شی دی چی دمشر دپاره دډیرو ضروریاتو څخه دۍ یعني که مشر سخي وي اوشجاع نه وي دهغه مشري به په ډیره په خطر کي وي او شجاع وي او سخي نه وي هغه کوم تاوان نه ورته کوي اوخصوصا دجهاد مشري یواځي شجاعت او تقوا غواړي ځکه الله ج وائي /ان اکرمکم عندالله اتقاکم؟ عزتمند ستاسو ّپه نزد دالله پزهیزګاره ستاسو دی په اوسنی وخت کی هم دنبی ع دحدیث مصداق ګرځیدلی یو چی درئيس یادقوم به ارذل دقوم وی. په یوه مشر کی داپورتنی اوصاف نشته بلکی قاتل غاصب غل اوددین اوتقوا څخه لیری چی دغلامی جغ ئي هم په اوږو کی اخستی انسانان زموږ دمشرتوب دعوه کوی



