اسرائیلو د مسجداقصا په څنګ کې د یو یهودي معبد دجوړولو خبر ورکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۸ فرید افغان)
اسرایلو مقاماتو د ‹‹ براق دیوال›› لاندې د مسجداقصا په لویدیځه څنډه کې د یهودانو د یو کنیسې ‹‹عبادت ځای›› دجوړولو خبر ورکړی دی.
اندیښنې وې چې یهودان به دا کړنه تر سره کوي خو په دې معبد تر اوسه چا خبر ځکه نه درلوده چې دا سیمه ټوله د اسرایلي ځواکونو تر کنترول لاندې ده او د معبد څنګ ته په ورتللو بندیز لګیدلی و.
تیره ورځ اسرایلي مؤسسې ‹‹لویدیځ بنسټ›› خبري رسنیو ته څرګنده کړه چې له ۱۲ کلونو وروسته د یوې نوې کنیسې د رغولو چارې پای ته رسیدلې او دې ته چمتو شوې چې یهودان پکې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.
په بیانیه کې راغلي؛ یاده کنیسه په اساسي او ماډرنه توګه د یوه لوی سالون، او د عبادت لوی ځای په درلودلو سره جوړه شوې او د روښنایي یو نوی سیستم هم پکې نصب شوی دی.
په بیانیه کې راغلي یاده کنیسه به په لنډ راتلونکي کې فعاله شي
د یادونې وړ ده چې په تیر کې یو شمیر موسساتو او سازمانونو اندیښنه ښودلې وه چې ښایي د مسجد اقصا په لویدیځه څنډه کې چې اسرایلي عسکر چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي د یو یهودي معبد دجوړولو هڅه ونه شي.
دوی ویلي و چې ښايي دا کار کومه اسرایلي موسسه مخته یوسي



